د امریکا د ویزې اخیستل نور هم مشکل شول

د امریکا د متحده ایالاتو د ویزې د ترلاسه کولو پروسه د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله خورا مشکله ده

د جمهور رئیس دونالد ټرمپ ادارې د امریکا د متحده ایالاتو د ویزې د ترلاسه کولو په پروسه کې یو نوې پوښتنلیک شامل کړی چې په کې باید د ویزې اخیستونکي په ټولنیزو رسنیو کې د خپل پنځه کلن فعالیت په هکله او همداشان د خپل ژوند د ١٥ کلنې سابقې په هکله معلومات ورکړي.

د ښوونې او روزنې او یو شمیر اکاډمیکو ډلو د انتقادونو سره سره د سپینې ماڼۍ د بودجې د مدیریت دفتر د مۍ په ۲۳ دغه نوی پوښتنلیک ومانه.

منتقدین وایي چې دغه نوې پوښتنې خورا مشکلې دي او د ویزې پروسه به ډیره اوږده کړي چې کیدای شي د بهرنیو هیوادونو زده کوونکي او ساینس پوهان امریکا ته له راتگ زړه تورن کړي.

نوي مقرارات همدغه راز د متحده ایالاتو د قونسلي مقاماتو ته اجازه ورکوي چې د ویزې اخسیتونکو نه د پخوانیو پاسپورتونو نمرې، په ټولنیزو رسنیو کې پنځه کلن فعالیت، د ایمیل ادرسونه او د هغوی د تیلیفون شمېرې او ژوند د وروستیو پنځلسو کلونو شرحه او د ماموریتونو او سفرونو تاریخچه وغواړي.

که څه هم چې ددې نوي پوښتنلیک پوښتنو ته ځواب ویل د ویزې د درخواست کوونکي په خوښه دي، خو په دې فورمه کې واضح شوي چې په دې سند کې د شاملو معلوماتو نه ورکول ښایي د ویزې د ځنډ او یا هم د نه ورکړې سبب شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام د چارشنبې په ورځ د رویترز اژانس ته ویلي چې د قونسلي چارو مقامات کولای شي د د اړتیا پر مهال د ویزې اخیستونکو نه د هغوی د هویت د تائید په مقصد اضافي معلومات هم وغواړي او یا په اړه یې جدي پلټنې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دمخه ویلي وو چې دغه سخت تدابیر د هغو کسانو لپاره دي چې د ترهگرۍ او یا د ملي امنیت اړوندو مسایلو سره د ارتباط په شک یې غوښتنلیکونه ډېرو پلټنو ته اړتیا لري.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ژمنه کړې ده چې د ملي امنیت او د امریکا د سرحدونو د ساتنې په اړه تدابیر زیات کړي او په دې خاطر یې د پوځي لگښتونو او د امریکا او مکسیکو ترمنځ په پوله د دیوال کولو لپاره له کانگرس نه زیاتې پیسې غوښتي دي.

د مهاجرت د چارو مدافع وکیلان وایي پنځه لس کلنه سابقه او په ټولنیزو رسنیو کې پنځه کلن فعالیت کیدای شي د ویزې غوښتونکو زیات شمیر پرته له سر خوږي سره مخامخ کړي.

د امریکا د سانفرانسیسکو د ښار یو مدافع وکیل بابک یوسفزاده وویل متحده ایالات په نړۍ کې د ویزې د ترلاسه کولو تر ټولو سخت مراحل لري چې نور سختول یې د هغه په وینا ناڅرگند او مجهول اقدام دی.