د ټرمپ اداره غواړي چې د 5G شبکه ژر فعاله شي

5G شبکه د اوسنیو شبکو په پرتله به ١٠٠ چنده چټکه وي

امریکایي مقاماتو ویلي دي چې 5G شبکه به د بیسیم خدماتو په تکنالوژۍ کې انقلاب رامنځ ته کړي.

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره غواړي چې د بیسیم اړیکو نوی نسل یا 5G شبکې په وړاندې شته خنډونه لرې شي او ددغې تکنالوژۍ نه کار اخیستل ژر تر ژره پیل شي.

ویل کیږي چې د 5G تکنالوژي به په سترو صنایعو کې ستر بدلونونه رامنځ ته کړي.

د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې د ارتباطاتو د فدرالي کمیسیون مشر اجیت پای وویل چې "په 5G تکنالوژۍ کې د امریکا رهبري د اقتصادي ودې او سیالۍ لپاره یو ملي ضرورت دی".

ښاغلي پای وویل چې دغه تکنالوژي به په موثره توگه د سرعت او ظرفیت مسله حل کړي چې د بیسیم اړیکو نوښتونه یې ځنډولي او ښایي د اوسنیو شبکو په پرتله به ١٠٠ چنده چټکه وي.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومتي چارواکي وایي دوی ددې تکنالوژۍ نه سترې هیلې لري او اټکل کیږي چې له دې لارې به درې میلیونه نوي کاري فرصتونه هم برابر شي. د هغوی په وینا پدې تکنالوژۍ باندې ٢٧٥ میلیارده ډالر خصوصي پانگونې او ٥٠٠ میلیارده ډالر د نویو اقتصادي ودې لپاره پانگونه کیږي.

له بلې خوا د امریکا کانگرس او تنظیم کوونکي هڅه کوي چې د 5G تکنالوژي په وړاندې محدودیتونه رفع او مقررات اصلاح کړي چې د فایبر لینونو د غزولو چارې اسانه شي کوم چې د کوچنیو د 5G انتقالاتو لپاره اړین دي.

د 5G ځانگړتیاوی

د پراخ سرعت د ایجادولو تر څنگ به 5G ترانسپورتي شبکې او خپله چلیدونکي موټر سره وصل کړي او همداشان به له لرې د روغتیایي امکانات او خدمتونه هم برابر او دقیق کړي.

5G به د معلوماتو د ترلاسه کولو موده، چې اوس په 4G تکنالوژۍ کې د وسایلو {هوښیار تلیفون او کمپیوټرونه} او انټرنیټي شبکو ترمنځ موجوده ده، لس برابره کمه کړي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې په عمومي توگه 4G انټرنیټي شبکه چلیږي خو په ځینو برخو کې لا هم د 3G تکنالوژۍ نه کار اخیستل کیږي. 4G انټرنیټي شبکه د 3G په پرتله ١٠ چنده چټکه وه او د رپوټونو له مخې د اوسنۍ 4G شبکې په پرتله به د 5G شبکه له ٥٠ نه تر ١٠٠ ځلو پورې چټکه وي.

د چارواکو په وینا بیسیم شبکې چې نن ورځ 4G په یو کیلومتر مربع کې ١٠٠٠ وسایل سره نښلوي دا شمیره به 5G کې ښایي یو میلیون وسایلو ته لوړه شي.