ټرمپ: افغانان باید خپل هیواد پخپله وساتي

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي چې افغانان باید یو وخت بلاخره خپل هیواد پخپله وساتي.

جمهور رئیس ټرمپ د چهارشنبې په ورځ مې ۱۳ په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو په نتیجه کې د سولې د بهیر د ټکني کیدو د اندیښنې په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "نه پوهیږم، وبه وینو چې څه پیښیږي. داسې څه مې ندي اوریدلي."

په کابل او ننګرهار کې د سه شنبې د ورځې مې ۱۲ (غوایي ۲۳) د مرګونو بریدونو وروسته چې د افغانستان حکومت یې د طالبانو کار ګڼي، د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالت نه ووځي او تهاجمي حالت غوره کړي.

ښاغلي ټرمپ همداشان وویل چې د امریکا متحده ایالتونه له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د پولیسو رول لوبوي. د خپل هیواد د لانجې د حل لپاره ښاغلي ټرمپ د افغانانو په مسولیت ټینګار وکړ او ویې ویل: "یو وخت، هغوی (افغانان) باید وتوانیږي چې خپل هیواد پخپله وساتي او د خپل هیواد د ساتنې وړتیا ولري".

پدې ترڅ کې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر په دې تړاو په یو ټویټري پیغام کې په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په محکومولو سره لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د "دوامداره سولې" ټینګیدو ته ژمنه ده او د خپلو افغان شریکانو تر څنګ به ودریږي.

د کابل د دشت برچي پر زیږنتون باندې په برید کې د نویو زیږیدلو ماشومانو او میندو په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

په همدغه ورځ په ننګرهار کې د طالبانو ضد یو محلي قوماندان د جنازې پر مراسمو باندې په ځانمرګي برید کې ۳۲ تنه ووژل شول او ۱۳۳ تنه ټپیان شول.

که څه هم چې افغان مقامات پدغو بریدونو کې طالبان ښکیل ګڼي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ددغو بریدونو د غندنې په ترڅ کې د طالبانو او افغان حکومت غوښتي چې ددغو خونړیو پیښو عاملین وځپي.