ځینې رسنۍ په ټولنې کې د خلکو غوصه راپاروي- ټرمپ

د امریکا ولسمشر ټرمپ یو وارې بیا پر ځینو امریکایي رسنیو کلک انتقادونه وکړل او هغه یې په ټولنې کې د غوصې او کرکې په پارولو تورنې کړې.

ښاغلي ټرمپ د کومې مشخصې رسنۍ نوم وانخیست خو په خپل ټویټر کې یې لیکلي دي چې دا رسنۍ درواغ او ناسم راپورونه خپروي.

هغه لیکلي: ”په ننۍ ټولنې کې چې کومه غوصه لیدل کیږي، ډیری یې د هغو درواغو او ناسمو راپورونو پیدا کړې چې د رسنيو لخوا په قصدي توګه خپریږي. دا دومره د کرکې ډکه لړۍ ده چې زه یې په اړه هیڅ ویلی نشم. رسنۍ باید خپل کارونه پاک کړي، ژر دې پاک کړي! “

ښاغلي ټرمپ واک ته تر رسېدو مخکې هم له ځینو رسنیو او په خاص ډول د سي ان ان له شبکې سره ستونزې لرلې او په وار وار یې پرې انتقادونه کړي دي.

ښاغلي ټرمپ درسنیو څخه په داسې حال کې سر ټکولی چې د امریکا امنیتي ځواکونه د دې هیواد ځینو سیاستوالو کورونو ته لیږدول شوې د چاودېدونکو توکو کڅوړې پلټي. په دغو سیاستوالو کې د امریکا پخوانی جمهور رئيس بارک اوباما او د تیرې دورې ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند کاندیده، هیلري کلنټن هم شامله ده.

د دغه کڅوړو لیږدولو په امریکا کې د ډېرو خلکو غوصه راپارولې او د پرون راهیسې ډيرو مخکښو رسنیو په دې اړه خپرونې درلودلې.

له هغې ورځې چې ټرمپ ځان جمهوري ریاست ته کاندید کړی،له رسنیو سره یې جوړه نه ده او په ډیر کله یې ځينې رسنۍ د هیواد دښمانې بللې دي.

تر دې مخکې هم ټرمپ څو وارې د رسنیو هغه خبرونه”جعلي خبرونه“ بللي و چې دده نه و خوښ شوي.