ټرمپ: د افغانستان سره مرستې او په پاکستان فشار زیاتوو

د امریکا ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ ( اګست ۲۱) د افغانستان په هکله د هغه نوي ستراتیژۍ اعلان وکړ چې د اتو میاشتو نه یې انتظار کیده.

ولسمشر ټړمپ په افغانستان کې د عسکرو د شمیر په هکله څه و نه ویل خو ټینګار یې وکړ چې دغه جګړه به ګټي.

د امریکا ولسمشر په فورټ مایر کې د افغانستان د تگلارې په هکله وینا وکړه. د خپلې وینا په سر کې د امریکایي چارواکو او د عسکرو نه مننه وکړه او وی ویل چې د امریکایی عسکرو قربانیو په وجه دا ممکنه شوه چې امریکایان ازاد ژوند کوي.

ولسمشر ټرمپ وویل" مونږ به د تاریخ نه زده کړه کوو. د افغانستان په پالیسۍ د ژور نظر نه وروسته مونږ دا پریکړه کړیده چې په افغانستان کې زمونږ پالیسي به د یوې خاصې مودې پورې تړلې نه وي خو مونږ به د امنیت وضعیت ته گورو."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې دغه ما مخکې هم ویلی دي چې دا بیخې سمه خبره نه ده چې امریکا د عسکرو د تگ او یا د وتلو نیټه وټاکي خو پکار ده امریکا د امنیت د وضعیت په اساس دا ډول پریکړې وکړي. ښاغلي ټرمپ وویل "مونږ به د شمیر په هکله خبرې نه کوو او نه به هم په راتلونکي کې د خپل ماموریت د تفصیل په هکله خبرې وکړو. زمونږ فیصله به په افغانستان کې په امنیت پورې تړلې وي".

ولسمشر ټرمپ خپلو عسکرو ته په وینا کې وویل چې په داسې حال کې چې د امریکا ولس د خپلک ملک اتلان د جگړې لپاره د ملک د باندې لیږي نو امریکا به دغه جگړه خامخا گټي. ولسمشر ټرمپ وویل چې د افغانستان جگړه د تاریخ تر ټولو اوږده جگړه ده او پوهبږي چې امریکایان دې جگړې تنگ کړیدي.

ټرمپ وویل چې د ولسمشرۍ د دورې د شروع کیدو نه سمدستي وروسته یې د افغانستان د تگلارې په هکله حکومتي چارواکو سره مشورې وکړلي. هغه وویل چې ما په اوله کې دا فکر کاوه چې باید مونږ د افغانستان نه ووځوو "خو کله چي ما د افغانستان په هکله څیړنه وکړه او ومې لوسته نو زه د دې جگړې په هکله پوه شوم." هغه وویل چې تیره اونۍ یې د افغانستان په هکله په کمپ ډیوډ کې غونډه وکړه او دا فیصله یي وکړه چې پکار ده د امریکا پوځ د خپلو قربانیو نتیجه وویني او هغوي دا حق لري چې دغه جگړه وگټي.

ولسمشر ټرمپ د براک اوباما د عراق نه د عسکرو د ایستلو په پریکړې انتقاد وکړ او ویي ویل چې د دغې پریکړې په وجه اوس د عراق وضع لا نوره خرابه شویده.

ټرمپ وویل چې که مونږ په وتلو کې بیړه وکړو نو دا به د اسلامي دولت ډلې او طالبانو ته لاره هواره کړي چي لا پیاوړې شي. هغه وویل چې په عراق کې چې کومه غلطی شویده، هغه باید په افغانستان کې تکرار نشي.

د پاکستان په هکله نوې ستراتیژي

ولسمشر ټرمپ وویل چې دا مهال په افغانستان او پاکستان کې شاوخوا شل ترهگرې ډلې فعالې دي او پاکستان ورته پناه ورکوي.

ولسمشر ټرمپ د پاکستان او د هند د پخوانۍ دښمنۍ یادونه وکړه او وی ویل چې پوهیږي چې پاکستان او هند اتومي وسلې لري او دواړه یو بل ته خطر دي.

ټرمپ وویل چې په افغانستان او پاکستان کې زمونږ اهداف څرگند دي او هغه د ترهگرو د پناه ځایونو ختمول دي. هغه وویل چې پاکستان د امریکا نه په ملیاردونو ډالر مالي مرستې ترلاسه کوي او په هماغو پیسو ترهگر پالي.

ټرمپ د دې یادونه وکړه چې په تاریخي ډول پاکستان د امریکا یو ښه متحد و او وې ویل چې د پاکستان خلک د ترهگرۍ ښکار شویدي چې مونږ یې درک کوو خو پاکستان هغو ترهگرو ډلو ته پناه ورکوي چې مونږ وژني.

ټرمپ پاکستان ته وویل چې اوس وخت رارسیدلی دی چې "مدني شی او سولې ته ژمن شي."

ولسمشر ټرمپ وویل چې هند باید د افغانستان سره کومک وکړي. هغه وویل هند دې د سیمې د امنیت لپاره کار وکړي او د افغانستان په هکله دې خپل رول پراخ کړي.

"امریکا به خپلو عسکرو ته صلاحیت ورکړي چې ترهگر او د هغوي شبکې ختمې کړي. مونږ به د دغو شبکو په ضد نور اقدامات وکړو، په دوي به بندیزونه ولگوو او مونږ به دغه جگړه گټو."

ولسمشر ټرمپ وویل چې د افغانستان د جگړې د گټلو لپاره په پاکستان فشار اچول ضروري دي. هغه وویل "افغانان د هغه دښمن په ضد جنگیږي چې زمونږ هم دښمن دی. مونږ غواړو چې هغوي دغه جنگ وگټي."