ټرمپ د ملګرو ملتونو د وسلو د تجارت تړون رد کړ

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د امریکا د وسلو په ملي ټولنه کې د وینا پرمهال وویل هیواد به یې د ملګرو ملتونو له هغه قرار داد څخه چې د باراک اوباما د حکومت پرمهال په نورو هیوادونو د وسلو د پلور د محدودیدو په هدف لاسلیک شوی، ووځي.

ډانلډ ټرمپ چې د ( اپریل په ۲۶ مه ) په اندیانا ایالت کې د امریکا د وسلو په ملي ټولنه کې خبرې کولې د یوه سند په لاسلیک کولو سره له کانګرس څخه وغوښتل چې په یاد یاد تړون کې د امریکا ګډون پای ته ورسوي.

ښاغلي ټرمپ وویل:" زما حکومت به هیڅ وخت د ملګرو ملتونو د وسلو د تجارت معاهده تصویب نکړي. هیله من یم تاسې خوښ ووسئ."

د امریکا د کانګرس د نړیوالو چارو کمیټې د جمهور رئیس له دې پریکړې سره سم د هغه دا اقدام د شرم وړ وباله او ویې ویل په دې اړه به د ډیر وضاحت لپاره یوه استماعیه غونډه جوړه کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند ویلي دي دا معاهده د وسلو په نړیوال تجارت کې د روڼتیا د تقویت یوازینۍ وسیله ده.

امریکایان څه باندې ۳۹۰ میلیون وسلې لري چې په ټوله نړۍ کې له ملکي وګړو سره د شته وسلو نیمايي برخه جوړوي.

ددغو وسلو ډیری مالکان د وسلو د ملي ټولنې یا ان آر اې غړي دي چې د امریکا په سیاست کې د لابي یو پیاوړی ګروپ شمیرل کیږي او د جمهور رئیس ټرمپ سره نږدې اړیکې لري.

د ملګرو ملتونو د وسلو د تجارت معاهده په ۲۰۱۳ کال کې د باراک اوباما د حکومت پرمهال لاسلیک شوه خو سنا هیڅ وخت تصویب نکړه.

دا معاهده نورو هیوادونو ته د غیر اټومي وسلو انتقال تنظیموي او پر هغو کسانو فشار زیاتوي چې د وسلو په قاچاق سره بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ملګرو ملتونو د وسلو د تجارت قرار داد

یو شمیر کارپوهان وايي د امریکا د وسلو ملي ټولنه او نورې محافظه کاره ډلې فکر کوي چې د ملګرو ملتونو تړون د امریکایانو د وسلو د درلودلو قانوني حق زیانمنوي.

ټرمپ ددې قرار داد په ردولو سره غواړي وښيي چې دده حکومت د وسلو د درلودلو حق تائیدوي. له هغه ځایه چې جمهور رئیس ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د بیا بریا هڅه کوي، د ان ار اې ملاتړ ورته ډیر مهم دی.

د ټرمپ دا پریکړه د نړیوالو تعهداتو څخه د هغه د وتلو وروستی مورد دی، نوموړی له دې وړاندې د پاریس د چاپیریال ساتنې او د ایران له اټومي قرار داد څخه وتلی دی.

چارواکي وايي د چین او روسیې په ګډون د وسلو د ۲۵ عمده صادرونکو څخه ۱۷ د ملګرو ملتونو د وسلو قرار داد لاسلیک کړی ندی. خو په مجموع کې تر اوسه د ۹۶ هیوادونو له خوا تصویب شوی دی.