ټرمپ کیوبا ته د سفر شرائط سخت کړل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د کیوبا سره هغه موافقه په مکمله توگه لغوه کوي چې پخواني ولسمشر براک اوباما ورسره لاسلیک کړي وه. ښاغلي ټرمپ دغه موافقه یوطرفه وبلله او وی ویل چې هغه د دغې موافقې د ځینو برخو په ختمولو پیل کړیدی.

ښاغلي ټرمپ دغه خبرې پرون د جمعې په ورځ ( جون ١٦) د فلوریډا په ایالت کې د خلکو یوې غونډې ته وکړی. ټرمپ د دغې فیصلې نه وروسته به د امریکایانو کیوبا ته په سفر او د پوځ او استخباراتي ادارو سره په ورکړه راکړه بندیز ولگي.

د کیوبا پوځ د دغه هیواد په نیمایي اقتصاد باندې کنټرول لرې.

ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه دا پریکړه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په وخت د خپلو وعدو په اساس کړیده او زیاته یې کړه چې د فلوریډا ایالت کیوبا نژاده امریکایانو ورنه غوښتني و چې د کیوبا د ځبونکي حکومت په ضد جدي اقدامات وکړي.

ولسمشر ټرمپ وویل "امریکا د کیوبا د خلکو ځبونکی ( حکومت ) ردوي او زه په دی باور یم چې ډیر ژر به دغه ختم شي.". هغه زیاته کړه

"مونږ به په ټورزم او په وسلو بیا بندیز ولگوو. مونږ به داسې گامونه پورته کړو چې په مستقیمه توگه د کیوبا د خلکو سره سرمایه گزاري وکړو او هغوي د دی جوگه شي چې د خپل ملک چارې په خپل لاس کې واخلي."

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د پخواني ولسمشر اوباما چې د کیوبا سره کومه موافقه کړیده، د هغې زیاتره برخه به هم هغه شان پاتې شي او تغیر به پکې را نشي.