د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل ځان او میرمنې ملانیا ټرمپ په کرونا ویروس اخته کېدل تائید کړل.
ښاغلي ټرمپ نن جمعه اکتوبر دوهمه(تلې ۱۱)پر خپل ټویټر لیکلي چې د کرونا ویروس معاینات یې مثبت ثابت شوي دي.
Tonight, @FLOTUS and I tested positive for COVID-19. We will begin our quarantine and recovery process immediately. We will get through this TOGETHER!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) October 2, 2020
هغه زیاته کړې چې د خپلې درملنې لپاره به ډېر ژر قرنطین پیل کړي.
د ټرمپ میرمن ملانیا ټرمپ هم ویلي چې دوی به په کور کې پاتې شي.
نوموړې پر خپل ټویټر لیکلي چې ښه احساس کوي او زیاته کړې یې ده چې خپل راتلونکي فعالیتونه یې ځنډولي دي.
As too many Americans have done this year, @potus & I are quarantining at home after testing positive for COVID-19. We are feeling good & I have postponed all upcoming engagements. Please be sure you are staying safe & we will all get through this together.
— Melania Trump (@FLOTUS) October 2, 2020
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې د شورا د مشر عبدالله عبدالله او د ځینو نورو هېوادونو مشرانو ښاغلي ټرمپ او مېرمنې میلانیا ته د ښه صحت هیله کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې د «هوپ هیکس» په نوم یو نژدې سکرټر یې په کرونا ویروس اخته شوی دوی له هغه سره په تماس کې و.
د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو او وروسته په چټکۍ سره په نړیواله وبا وواښت.
د امریکا د جان هپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۴ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باند یو میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې دا مهال یوازې په امریکا کې ۷.۳ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي ۲۰۷۰۰۰ نور ورڅخه مړه شوي دي.