ولسمشر ټرمپ یو پوځي روغتیايي مرکز ته انتقال شوی

ولسمشر ټرمپ‌ په یو پوځي هلیکوپتر کې انتقال شو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه د «والټر ریډ ملي پوځي روغتیايي مرکز» ته انتقال شوی دی.

ښاغلی ټرمپ چې د کرونا په ویروس اخته شوی، د «ډېر احتیاط» لپاره له سپینې ماڼۍ څخه په مریلنډ کې دغه پوځي‌ مرکز ته لېږدول شوی دی.

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته له روغتون څخه یو ټویټ کړی او لیکلي‌ یې دي: « زه ښه یم. له ټولو مننه. مینه!!»

د ښاغلي ټرمپ ډاکټر سي کونلي د جمعې په ورځ د سپنې ماڼۍ د مطبوعاتو مشرې کیالي مکناني ته په یو یادښت کې لیکلي دي: «زه خوښ یم چې نن ماښام دا راپور ورکوم چې ولسمشر ټرمپ ډېر ښه دی. هغه هېڅ اضافي‌ اکسیجن ته ضرورت نلري، خو له متخصصانو سره تر مشورې وروسته مو هغه ته د ریمدیسېفیر درملو ورکول پيل کړي.هغه اول ډوز ( ۸-ګرامه- درملو خوړل) بشپړ کړي او ارام استراحت کوي.»

ولسمشر ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه په پوځي هلیکوپتر کې دغه پوځي روغتون ته انتقال شو او چارواکي وايي چې څو ورځې به هلته وي. هغه چې کله هلیکوپتر ته خته، په سپینې ماڼۍ کې یې ولاړو خبریالانو ته لاس وغوځوه.

د روغتون په انګړ کې له هلیکوپتر څخه تر ښکته کېدو وروسته په یو بل موټر کې کیناست او روغتون ته ولاړ.

سپینې ماڼۍ هم ویلي دي‌: « ولسمشر ټرمپ عالي روحیه لري. ځينې کوچني علایم لري او د ورځې په اوږدو کې یې کار کړی دی. د هغه د ډاکټر او متخصصانو له مشورې وروسته د لا احتیاط لپاره، ولسمشر ټرمپ به د والټر ریډ په ملي پوځي مرکز کې د جمهور رئیس له دفترونو څخه کار کوي.»

د ښاغلي ټرمپ واکونه د هغه مرستیال مایک پنس ته انتقال شوي نه دي‌.

ښاغلي ټرمپ په یو ویدیوي پیغام کې له ټولو مننه کړې ده او ویلي‌ دي چې هغه او مېرمن یې ښه دي،‌ خو د ډاډ او اطمینان لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ په خپل ټویټر کې اعلان وکړ چې هغه او میرمن یې میلانیا ټرمپ د کرونا په ویروس اخته شوي‌دي.

له دغه اعلان وروسته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د نړۍ د ډېرو هېوادونو مشرانو هغه او مېرمنې ته یې د ښه روغتیا هیله او دوعاوې وکړې.

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه دموکرات سیال جو بایډن هم په خپل ټویټر کې ښاغلي ټرمپ‌ او مېرمن ته یې د ژر تر ژره رغېدو هیله او دوعا کړې ده.

تر ښاغلي ټرمپ مخکې د کاناډا او برتانیا د صدراعظمانو په ګډون د ځینو نورو هېوادونو مشران هم د کرونا په ویروس اخته شوي او ښه شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال یې په نړۍ کې څه باندې یو میلیون کسان مړه کړي او شاوخو ۳۴ میلیون نور په دغه ویروس اخته دي.

د کروناویروس د امریکا په متحدو ایالتونو کې څه باندې ۱۰۸زره کسان مړه کړي او څه باندې اوه میلیون نور پرې اخته دي.