د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په روغتون کې له ۷۲ ساعتونو بستر کېدو وروسته رخصت شوی او سپینې ماڼۍ ته ستون شوی دی.
ښاغلي ټرمپ څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې هغه او میرمن یې میلانیا ټرمپ د کرونا په ویروس اخته شوي دي.
ښاغلی ټرمپ له روغتون څخه د پوځ په یوې څرخي الوتکه کې سپینې ماڼۍ ته ولاړ. هغه له الوتکې څخه تر ښکته کېدو وروسته په پوړیو وخوت، له مخ څخه یې ماسک لېرې کړ او په بالکینې کې ودرېده او پوځي الوتکې ته یې لاس وخوځوه او بیا سپینې ماڼۍ ته دننه ولاړ او هلته ورته خپل همکاران منتظر ولاړ وو.
ښاغلي ټرمپ د «والټر ریډ د ملي پوځي مرکز» څخه له وتلو وروسته وویل: « له تاسو ټولو څخه ډېره مننه.»
د امریکا غږ له ښاغلي ټرمپ څخه وپوښتل چې اوس یې صحت څنګه دی؟ هغه وویل: «ډېر ښه یم.»
ولسمشر ټرمپ له روغتون څخه تر رخصتېدو څو شېبې مخکې په خپل ټویټر کې ولیکل: «له کروناویروس څخه مه ډاریږئ. اجازه مه ورکوئ چې ستاسو پر ژوند لاسبر شي.» هغه دا هم لیکلي وو چې تر ۲۰ کاله مخکې، اوس ډېر ښه احساس کوي.
I will be leaving the great Walter Reed Medical Center today at 6:30 P.M. Feeling really good! Don’t be afraid of Covid. Don’t let it dominate your life. We have developed, under the Trump Administration, some really great drugs & knowledge. I feel better than I did 20 years ago!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) October 5, 2020
د ولسمشر ټرمپ ډاکټر ویلي دي چې په سپینه ماڼۍ کې ټول طبي وسایل تجهیزات او کارکوونکي شته او د ښاغلي ټرمپ پوره مراقبت به کیږي.
ولسمشر ټرمپ درې ورځې مخکې روغتون ته انتقال شو او د هغه ډاکټر وویل چې د ښاغلي ټرمپ صحت ښه دی او د ډېر «احتیاط» لپاره یې روغتون ته انتقال کړی دی.
جمهور رئیس ټرمپ او مېرمن په یوه ورځ اعلان وکړ چې د کرونا په ویروس اخته شوي دي.
د افغانستان، پاکستان او هند د مشرانو په ګډون د نړۍ د ډېرو هېوادونو رهبرانو هغوی ته د ښه صحت دوعا او هیله وکړه. ښاغلي ټرمپ له ټولو مننه کړې ده.