د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د طالبانو نظرونه متفاوت دي.
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (غوايي۲۹) په خپل یو ټویټر کې په افغانستان کې د خپلې اوسنۍ تګلارې څخه دفاع وکړه.
ښاغلي ټرمپ لیکلي دي: "... د دې ترڅنګ طالبان آن له افغانستان څخه زموږ د وتلو په اړه هم متفاوت نظرونه لري. هغوی زموږ په پاتې کېدو کې ډالر ګټي/ګټه کوي."
The Wall Street Journal Editorial states that it doesn’t want me to act in an “impulsive” manner in Afghanistan. Could somebody please explain to them that we have been there for 19 years, and while soldier counts are way down now, hardly impulsive. Besides, the Taliban is.....
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) May 18, 2020
ښاغلي ټرمپ دا ټویټ د امریکا د والستریټ ژورنال د یوې مقالې په ځواب کې لیکلی دی. په مقالې کې په افغانستان کې د ولسمشر ټرمپ "د بې فکره پرېکړو" په اړه انتقاد شوی دی.
خو ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې امریکا ۱۹ کاله په افغانستان کې پاتې وه او د جګړې له اولو کلونو پرته هلته د ګټلو په فکر جګړه نه ده شوې. وايي اوس هلته د امریکايي ځواکونو شمېر هم مخ په کمېدو دی.
امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ سرتېري لري او ویلي دي چې د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره له تړون وروسته یې له هغه هېواد څخه د ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ده.
ولسمشر ټرمپ واييغواړيچې خپل عسکر بېرته هېواد ته راولي د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي.