ټرمپ د بولټن لپاره د سري خدمت خوندیتوب پای ته ورساوه چې ایران یې د وژلو پلان درلود

جان بولټن د ډونالډ ټرمپ په لومړۍ دورې کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار و.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وایي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یې د سري خدمت امنیتي ملاتړ پای ته رسولی.

ښاغلي بولټن چې د ټرمپ په لومړۍ دورې کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار و خو وروسته یې پخپل مشر په ښکاره انتقادونه پیل کړل، سه شنبه جنوري ۲۱ ( سلواغې دویمه) یې د اکس په ټولنیزه شبکه کې د Secret Service یا سري خدماتو د امنیتي ملاتړ په پای ته رسولو "ناهیلي او حیرانتیا" څرګنده کړې.

ښاغلي بولټن د اکس په شبکې کې کې لیکلي چې د ایران لخوا لا هم ورته ګواښ شته دی.

جان بولټن داسې مهال د ټرمپ ادارې لخوا د سري خدمت د ملاتړ پای ته رسیدو احوال ورکړی چې د امریکا د عدلیې وزارت په ۲۰۲۲ کال کې د ایران د انقلابي ګارد سره تړلی یو شخص تورن کړ چې د امریکا د ملي امنیت د مخکني مشاور جان بولټن د وژلو توطیه یې جوړه کړې وه.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي چې د ایران د سپاه پاسداران یو غړي چې شهرام پورصفي نومېږي او د مهدي رضايي په نامه هم شهرت لري هڅه کړې چې ۳۰۰زره ډالر ورکړي او جان بولټن ووژني.

د عدلیې وزارت په اعلامیې کې راغلي دي چې دا کار د قاسم سلیماني د وژلو د غچ اخیستلو لپاره کېده. قاسم سلیماني او مهدي المهندس په ۲۰۲۰ کال کې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په فرمان د امریکا د پوځ په یو هوايي برید کې ووژل شول.

ښاغلي بولټن وایي سره لدې چې د متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس جو بایډن د ملي امنیت په پالیسیو یې انتقاد کاوه خو بیا یې هم د ده لپاره د سري خدمت امنیتي ملاتړ په ۲۰۲۱ کال کې تمدید کړ.

هغه لیکلي، " د امریکا ولس پخپله پریکړه کولی شي چې کوم جمهور رئیس ښه اقدام کړی".

جان بولټن د امریکا یو وتلی سیاستوال او د ایران سر سخت منتقد دی. هغه د ۲۰۱۸ د اپریل څخه نیولې د ۲۰۱۹ تر سپتمبر پورې د امریکا د ملي امنیت مشاور و.

نوموړی له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون سر سخت مخالف و او په ۲۰۱۸ کې د ټرمپ د هغې پرېکړې ننګه یې کړې وه چې له دغه تړون څخه وتلی و.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سري خدمت پای ته رسولو تر څنګ، د دوشنبې په ورځ د بولټن امنیتي جواز هم باطل کړ او پدې یې تورن کړ چې د حکومتي دندې پر مهال تر لاسه شوي حاس معلومات یې پخپل کتاب کې افشا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تیر کال د سپټمبر په میاشت کې د هغو معلوماتو په بدل کې، چې د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د پخواني مشاور جان بولټن د ترور د اصلي ایراني طراح د موندلو سبب شي، ۲۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه.

د بهرنیو چارو وزارت د ایکس په ټولنیزې شبکې کې دغه ایرانی شهرام پورصفي معرفي کړی و چې د مهدي رضايي په نوم هم پېژندل کېږي.

د دغه راپور په اساس، شهرام پورصفي د ایران د سپاه پاسدارن غړی دی چې "د دغه راپور په اساس د سپاه پاسداران د قدس ځواک په استازیتوب یې هڅه کړې چې د جان بولټن د وژلو لپاره یو نړیوال اجرتي قاتل وګماري".

د دغو معلوماتو لپاره، پورصفي هغه قاتل ته،‌ چې وروسته د امریکا د فدرال تحقیقاتي ‌ادارې اطلاعاتي سرچېنه شو، ویلي وو چې "د بولټن په وژلو کې له بریالیتوب وروسته د هغه لپاره د وژنې یو بل ماموریت هم" لري.

د سپاه پاسداران دا غړی له متحدو ایالتونو څخه د باندې اوسېږي