ټرمپ وايي د اف بي آی تر تحقیقاتو لاندي نه دی

د ولسمشر ټرمپ له لوري د کومي ګوښه کول په امریکا کې سیاسي بحثونه پارولي دي

ولسمشر ټرمپ دا خبره رد کړه چې ګنې هغه د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې ( اف بي آی) تر پلټنو لاندې دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ د اف بي آی مشر جیمز کومي سپینې ماڼۍ ته وربللی او له هغه یې غوښتي چې باید "هغه ته د وفادارۍ لوړه" وکړي. نیویارک ټایمز وايي چې دا پېښه د جنورۍ په میاشت کې شوې ده.

دا ورځپاڼه وايي چې ولسمشر ټرمپ د اف بي آی مشر کومي ته وویل چې هغه ته وفاداره واوسې خو هغه ورته وویل " له تاسر به تل رښتینی واوسم". خو د ورځپاڼې د راپور په اساس چې د ښاغلي ټرمپ فشارونه زیات شول کومي ورته وویل " هغه اف بي آی" ته رښتینی وفادار دی.

ښاغلي کومي له ولسمشر ټرمپ سره د خپل دغه مجلس په اړه خپلو نژدیو همکارانو ته معلومات ورکړي وو، خو دا ټېنګار یې هم پرې کړی و چې دا معلومات به له نورو سره نه شریکوي. اوس چې کومي له دندې لېرې کړل شوی، دا معلومات له نورو سره شریک شوي دي.

په خپله ولسمشر ټرمپ د امریکا له ان بي سي تلویزون سره په مرکه کې په دې اړه متفاوتې خبرې وکړې. هغه وویل چې کومي غوښتنه کړې وه چې له ولسمشر سره د ماښام ډوډۍ وخوري ځکه چې هغه غوښتل په خپله دنده پاتې شي. ولسمشر د دغه مجلس په اړه نور جزییات ورنکړل.

خو ښاغلي ټرمپ دا خبره وکړه چې د اف بي آی له مخکني مشر څخه یې غوښتي وو "که امکان لرئ، راته ویلی شئ چې زه خو به تر پلټنو لاندې نه یم؟" هغه – کومي- وویل "تاسو تر تحقیق لاندې نه یاست".

مګر په امریکا کې د ملي امنیت د مسایلو کارپوه بریډلي موسیز امریکا غږ ته وویل چې دا "بیخي مناسب نه دی" چې تاسو یو چاته یا یوې معتبرې ادارې ته ووایي له ما خو به تحقیق نه کوئ. نوموړي وویل باید په دا ډول مسایلو کې حد او اندازه معلومه وي او باید هېڅوک له دغو حدودو تېر نشي".

ښاغلي ټرمپ ویلي چې جیمزکومي یې ځکه له دندې لېرې کړ چې د هغه په خبره کومي اوس د دغې ادارې د مشرۍ وړ نه دی.

ولسمشر ټرمپ کومي ته په یو لیک کې لیکلي "دا ډیره ضروري ده چې مونږ د اف بي آی لپاره یو نوی مشر وټاکو چې په دغه ادارې د خلکو باور او اعتماد بیا پیدا شي."

ټرمپ وايي هغه د لوی څارنوال جیف سیشن په سپارښتنه کومي د دندې لیرې کړ.