د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ د بریا ادعاگانو ته کتنه

ولسمشر ټرمپ (کین اړخ ) د چین له ولسمشر شي جنپنگ سره د جاپان په اوساکا کې د جي شل عالي غونډه کې. شنبه، دجون – ٢٩ مه ٢٠١٩ م کال.

دمتحدو ایالاتو جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ د جی شل غونډه دامریکا لپاره د بهرنۍ کړنلارې بری بولي. وايي چې ډیرڅه ېې پکې سرته ورسول. خو یوشمیر تحلیل گران بل ډول نظر لري.

رپوټ وايي د جي شل غونډه د روغبړ او د کېمرې په مخکی د موسکا وخت و. ولسمشر ټرمپ د نړۍ له ډیرو مشرانو سره وکتل. داسې ښکاري چی ولسمشر ټرمپ او د چین شي جنپنگ په تجارتی جگړه کې اوربند کړیدی.

ښاغلی ټرمپ د شمالی کوریا پولی ته هم ور واووښت. که څه هم دا اول ځل دی چی یوبرحال ولسمشر د شمالی کوریا په خاوره کې قدم ږدي ،خو دشمالی کوریا داټومی پورگرام د بشپړې غېر اټومی کېدنی په تړاو لا ډیرې پوښتنې بی ځوابه پاتې دي. ایران ته گواښ روان دی او ولسمشر وايي دغه هېواد له اورسره لوبې کوي.

زک کوپر،دامریکن انټرپرایز انسټیټیوټ ماهر وايي: ".. د جل شل نه وروسته یولړ پوښتنی داکېږي چې ایا ولسمشر ټرمپ په دې سفر کې په رېښتونی توگه څه مهم شیان ترلاسه کړيدي."

پرولسمشر ټرمپ باندې دانیوکه هم شوېده چی د شمالی او جنوبی کوریا ترمنځ غیرنظامی ساحی ته ولاړ خوله کېم جانگ اون نه ېې د اټومی پروگرام په برخه کې هېڅ شی هم ترلاسه نکړل؛ بله نیوکه داده چی دامریکا کمپینو ته ېې اجازه ورکړله چې د چین پرستره کمپنۍ (هواوې) باندې وسایل خرڅ کړی ؛ که څه هم حکومت پردې کمپنی تور لگولی دی چی د امریکا ملی امنیت ته زیان رسوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د امریـکا بـهـرنۍ بهـرنۍ کړنـلاره

ولسمشرټرمپ د هغی نظرېې په اړه له الفاظوسره هم مخالف دی چی اقتصادی خوندی ساتنه بلل کېږي، او نور ملتونه ېې ملاتړ کوی خو دی ورسره مخالف دی. په دې توگه هغه څوملیتي ټولنه کمزوری کوی چی په ٢٠٠٩ کال ېې د اقتصادی جنجال د چاری کولو لپاره کار کاوه.

ماتیو گوډ من، د سي ایس آی ایس څېړنېزې ټولنی غړی وايي:..امریکا حتی د تظاهر لپاره هم دغه نظریه نه منی چی دغه څوملیتی غونډې او ټولنی د نړۍ وال اقتصاد د حالت لپاره ارزښتمنې دي.

د ولسمشر پرهغوشخصی مجلسونو هم نیوکې وشولې چې د روسېې له ولسمشر ولادي میرپوټین او د سعودی د شهزاده محمد بن سلمان سره ېې وکړلې. پرپوټین دا تور لگول شویدی چې د دامریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې ېې لاسوهنه کړېده. پرمحمد بن سلمان داتور دی چی دامریکايی خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې لاس لري.

له دې ټولو سره سره ښاغلی ټرمپ په دې ټینگار کوی چی جل شل د بهرنۍ پالیسۍ بریا وه او زښت ډیر څه پکې لاسته ورغلل.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپله وايي: "..ډیره فوق العاده غونډه وه. هرچا ستړي مشې او مبارکي راکوله چی زموږ اقتصادی ډیر ښه پرمخ روان دی."

دامریکا د جمهوری ریاستپر انتخاباتو د بهرنۍ پالیسۍ اغېزې:

ښاغلی ټرمپ د ٢٠٢٠ کال د جمهوری ریاست انتخاباتو ته کاندید دی. د نړۍ وال سیاست په ډگر کې د یو پیاوړی شخصیت په توگه تبارز په انتخاباتو کې ورسره مرسته کوي. ".. موږ بالاخره امریکا په هرڅه کې اول کړله"

خوله خپلو نیژدې پلویانونه ور اخوا ولسمشرټرمپ په خپل گوند کې هم ملاتړ ته ضرورت لري.

زک کوپر دامریکن انټرپرایز انسټیټیوټ ماهر وايي :.. د ٢٠٢٠ په انتخاباتو کې هغه ته یوخطر دادی چی یقینا به یوشمیر جمهوری غوښتونکی هم دهغه پر پالیسیو نیوکی وکړي."

دانتقادونو سره سره ټرمپ په دې وستایل شو چی له چین سره یی تجارتی جگړه توده نکړله.

ماتیو گوډ من،د سي ایس آی ایس څیړنیز مرکز غړی وايي: . په دې اړه یوشمیر پوښتنی شته دي چی د ټرمپ او شي جنپنگ په مجلس کی په کومو شیانو موافقه وشوله خو بیاهم ویلی شو چی لږ تر لږ خو سمدلاسه یوپربل ډزې نه کوو."

له دې ټولو سره سره ولسمشر ټرمپ دایران پراټومی توافق- JCPA چی ایران ېې (برجام) بولی، کلک انتقادونه کوی. دابه دهغه لپاره گرانه وی چی له شمالی کوریا سره یوه داسی معامله توجیه کړی چی هغوی خپل اټومی پروگرام کنگل کړي. په داسی حآل کې چی دی له هغوی نه د بشپړی غېراټومی کېدنی غوښتنه کوی.

دامریکا دملی امنیت سلاکار جان بولټن ددوشنبی په ورځ هغه رپوټونه بابیزه وگڼل چی ولسمشر ټرمپ په دغه راز یوه معامله غور کوي.