امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې؛ پر ټرمپ او بایډن تورونو بحثونه پیدا کړي

د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نویو جنایي جرمونو تورونه پورې شویدي خو هغه پر ځان لګیدلي تورونه بابيزه ګڼلي دي. بلخوا، د ولسمشر جو بایډن زوی، هنټر بایډن هم په داسې حقوقي قضیو کې ښکېل دی چې په اړه یې ولسمشر بایډن د جمهوري غوښتونکو تر نیوکو لاندی راغلی دی.

ټرمپ چې ځان یې د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړی، د شنبې په ورځ په پنسلوانیا ایالت کې د خپلې ټاکنیزې مبارزې په یوه غونډه کې یوځل بیا پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل. هغه وویل: "دا تورونه احمقانه دي. هغوی غواړي چې مخکښ نوماند ته زیان ورسوي."

تیره پنجشنبې، فدرالي څارنوالانو د ټرمپ خلاف د جنایي جرمونو درې نور تورونه هم ثبت کړل. پر هغه تور دی چې د محرمو اسنادو ناسم مدیریت يې کړی او په دې تړاو د عدلي تحقیقاتو د مخنیوي په تور، تر پلټنو لاندې دی.

د نیوجرسي پخوانی والي او ولسمشرۍ ته جمهوري غوښتونکی نوماند، کریس کریسټي چې د سي این این شبکې د "سټېټ آف د یونین" خپرونه کې څرګند شو، پر هغو نویو شواهدو وغږید چې پکې ویل شوي ټرمپ هڅه کوله خپل ځینې مامورین دې ته اړ باسي چې ځینې مهمې امنیتي ویډیوګانې له منځه یوسي.

کریسټي وویل: "دا د اتلس میاشتنۍ غوښتنې وروسته د حکومت څخه د شخصي او محرمو معلوماتو پټول وو چې د ډونلډ ټرمپ نه غوښتل کیدل چې په خپله رضا يې وسپاري، خو هغه نه یوازې ور نکړل، بلکې په اړه يې درواغ هم وویل."

خو بل جمهوري غوښتونکي نوماند، ویویک راماسوامي دا قانوني قضیه یوه سیاسي دسیسه بللې او ټینګار يي وکړ چې که د ۲۰۲۴ کال ټاکنې وګټي نو ټرمپ به وبخښي.

راماسوامي وویل: "زه پدې باور یم چې د هیواد په ګټه به دا وي چې د تیر وخت شکایتونه او خپګان شاته پریښودل شي."

بله حقوقي قضیه چې د را روانو ټاکنو په اړه یې په امریکا کې د خبرونو سرټکي جوړ کړي، د ولسمشر بایډن د زوی هنټر بایډن اړوند ده. تمه کېده چې هنټر بایډن تیره پنجشنبه د مالیاتو د نه ورکولو په قضیه کې ګرم ګڼل شوی وای، خو داسی ونشول، ځکه د یو قاضي په غوښتنه د استیناف په پریکړه کې ځینې بدلونونه راوړل شول.

پدې اړه د امریکا پخواني څارنوال چک روزینبرګ د این بي سي ټلویزیون د "میټ د پریس" په خپرونه کې وویل: "که ښاغلی بایډن په خپل جرم اعتراف وکړي، دا موضوع د حل وړ ده. او فکر کوم که دا کار وکړي، په ګټه یې ده."

د امریکا د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکي رئیس کیوین مکارتي پدې وروستیو کې ټینګار کړی چې د مالي سرچینو د ناسم مدیریت په تور باید د ولسمشر بايډن نه تحقیقات وشي.

د نیوهمشیار جمهوري غوښتونکي والي کریس سنونو، د اې بي سي ټلویزیون دا اونۍ خپرونه کې وویل: "په امریکا کې ډیرې د پام وړ ستونزې شته لکه رواني ناروغي، د نشه یې توکو بحران، د سرحدونو د خوندیتوب جنجال. زما په نظر باید دغو ستونزو ته ډيره پاملرنه وشي."

ولسمشر بایډن چې په "مین" ایالت کې يي د خپلو اقتصادي تګلارو تبلیغات کول، د جمعې په ورځ يي د استیضاح پر موضوع وخندل او بیا يي دا خبره رد کړه. هغه وویل، هیڅکله يي د خپل زوی سره په نورو ملکونو کې د هغه د کاروبار په اړه خبرې نه دي کړي.