ټرمپ: دېموکراتان له زړو لارو چارو کار اخلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازو د مجلس له مشرې دېموکراتې مشرې ننسي پلوسي سره د روغبړ په حال کې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او په کانګرس کې یې ملاتړي هڅه کوي چې د دېموکراتانو په مشرۍ د ولسمشر د استیضاح بهیر کمزوری کړی.

د چهارشنبې په ورځ [اکټوبر ۲۳] یو شمېر جمهوريت غوښتونکي وکیلان د استازو د مجلس د استخباراتو د جرګه ګۍ یو محرمې غونډې ته له اجازې پرته ننوتل چې له امله یې غونډه وځنډېدله.

په غونډه کې په اوکراین کې د امریکا سفیر بېل ټېلور د یوه افشاګر تورونه ومنل او ویې ویل چې ولسمشر ټرمپ له اوکراین سره مرستې د خپل سیاسي سیال، جو بایډن د تخریبولو په بدل کې ځنډولې وې.

په اوکراین کې د امریکا سفیر بېل ټېلور

منتقدین وایې چې د جمهوریت غوښتونکو او دېموکراتانو لانجه د عامه افکارو د بدلولو لپاره رامنځته شوه چې د سفیر ټېلور د ګواهۍ ورکولو له امله یې زیان لیدلی دی.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د پنسلوانیا په ایالت کې یوه کنفرانس ته د وینا په ترڅ کې پر امریکا پر اقتصادي ودې او د انرژۍ په برخه کې پر خپلو پالیسو ویاړ وکړ خو د خپلې استیضاح په اړه یې د دېموکراتانو کوښښونو ته څرکنده اشاره ونه کړه.

ټرمپ ویلي چې دېموکراتان په ټاکنو کې جمهوريت غوښتونکو ته ماتې نشې ورکولې "ځکه نو په زړو لارو چارو د ماتې ورکولو لپاره هڅه کوي."

په اوکراین کې د امریکا د سفیر اوږدې استجوابیه غونډې حتي د ولسمشر ټرمپ ګوندي ملګري هک پک کړي دي. ولسمشر ټرمپ وایې هغه جمهوريت غوښتونکي چې ملاتړ ته یې نه رادانګي تر دېموکراتانو بدتر دي.

Your browser doesn’t support HTML5

ټرمپ: دېموکراتان له زړو لارو چارو کار اخلي