ترمپ: هیڅ ډیکټاتور د امریکا اراده نشي کمزورې کولای

د ولسمشر ټرمپ سره په دې سفر کې د هغه میرمن میلانیا ټرمپ هم مل ده.

اسیا ته د امریکا د جمهور رئیس سفر د شمالي کوریا د اتمي بحران او ددې اسیایي هیوادونو سره د امریکا په تجارت متمرکز دی.

جمهور رئیس په جاپان کې امریکایي عسکرو په خبرو کې، یو ځل بیا شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ.

همدارنگه جمهور رئیس ترمپ به اسیا ته په دیارلس ورځني سفر کې نورو مشرانو ته ووایي چې د شمالي کوریا د اتمي سرگلولې او بالستیک میزایل د مخنیوی لپاره وخت له لاسه وتلی دی.

د امریکا د حکومت د چارواکو په نظر د امریکا لپاره اوسمهال د شمالي کوریا اتمي پروگرام تر ټولو لوی گواښ دی.

جمهور رئیس ټرمپ جاپان ته د رسیدو سره سمدستي په یوکوتا هوایي اډه کې میشتو امریکایي عسکرو ته وینا وکړه.

جمهور رئیس ترمپ همدارنگه وویل چې امریکا به هیڅ کله د خپلو خلکو د خپلې ازادۍ او د امریکا د بیرغ نه د دفاع لپاره ناغیړي ونکړي، هیڅ کله به په شا نه شي.

امریکایي عسکرو ته تر وینا وروسته جمهور رئیس ټوکیو ته څیرمه په کسومیگاسي گالف کلب کې د جاپان د صدراعظم شینزو سره د غرمې ډوډۍ وخوړه او د گلف لوبه یې وکړه.

جاپان ته د ولسمشر ټرمپ د سفر هدف دا دی چې د شمالي کوریا پروړاندې د امریکا او جاپان یو اتحاد وښیي او پیونګ یانګ ته ووایي چې نور د اټمي وسلو له جوړولو لاس واخلي .

دواړو مشرانو د جاپاني مشهور گلف لوبغاړي سره یوځای نهه رونده گلف لوبه وکړه او د شمالي کوریا په اړه یې خبرې وکړې.

جمهور رئیس ترمپ به له جاپان نه وروسته جنوبي کوریا چین، ویتنام او فلیپین ته سفر وکړي.

ولسمشر ترمپ به په ویتنام کې د اسیا پسفیک د اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه کې برخه واخلي. دې غونډې ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم ورځي، چې ښایي دواړه مشران د دې غونډې په څنډه کې خبرې وکړي.

ولسمشر ټرمپ به بیا په فلپین کې د اسیان یا د جنوب ختیځې اسیا د غړو هېوادونو د ټولنې په غونډه کې ګډون وکړي.

د اسیا ته د امریکا د جمهور رئیس په ١٣ ورځني سفر کې د هغه میرمن میلانیا ترمپ هم ورسره ملگرې ده.

په ١٩٩٢ میلادي کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش تر سفر وروسته، دا اسیا ته د یوه امریکایي ولسمشر تر ټولو اوږد سفر وي.