د ټرمپ ډاکټر: د ولسمشر صحت اوس ښه دی 

ولسمشر ټرمپ اوس د والټر ریډي په صحي مرکز دی او له هماغه ځای څخه کار کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر دونالډ ټرمپ ډاکټر سین کانلي وايي چې د ولسمشر صحت مخ په ښه کېدو دی او تر پخوا یې ډېر فرق کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هغه او مېرمن یې میلانیا ټرمپ د کرونا په ویروس اخته دي.

ښاغلی ټرمپ اوس د «والټر ريډ ملي پوځي صحي مرکز» ته انتقال شوی دی.

ولسمشر ټرمپ په خپل یو تازه ټویټ کې د دغه مرکز له ټولو کارکوونکو مننه کړې ده او هغوی یې ستایلي دي.

هغه له روغتون څخه په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي: «د والټر ریډ د ستر صحي مرکز ډاکټران، نرسان او ټول نور هغه کسان چې له نورو معتبرو ځایونو څخه راغلي او له دوی سره یو ځای شوي، عالي دي. په تېرو شپږو میاشتو کې د دغې وبا سره په مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د دوی په مرسته، زه ښه احساس کوم.»

د ولسمشر معالج ډاکټران هم د هغه د صحت په اړه خوشبین دي.‌ د شنبې په ماښام اکتوبر۳ (تلې۱۲) د ولسمشر ټرمپ ډاکټر کانلي د هماغه روغتون په مخ کې خبریالانو ته معلومات ورکړل چې ښاغلی ټرمپ په کې بستر دی.

نوموړي وویل: « نن سهار ولسمشر ډېر ښه و،» او هغه ته د «ریمدیسېفیر»درمل ورکول کیږي.

د ښاغلي‌ کانلي په اعلامیه کې ویل شوي‌ دي‌ ډاکټران هیله لري چې د ولسمشر صحت به نور هم ښه شي او ښه مراقبت یې کوي.

تېره ورځ د ولسمشر د دفتر مشر مارک میدوس وویل: «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ولسمشر د بدن د اغیزناکو او حیاتي غړو په اړه اندېښنه موجوده وه، او راتلونکې ۴۸ ساعتونه به د هغه د وقایې له پلوه ډېر مهم وي.‌»

په سپینې ماڼۍ کې مقامات وايي چې ولسمشر ټرمپ د احتیاطي اقداماتو لپاره دغه صحي مرکز ته انتقال شوی دی. هغه به څو ورځې هلته وي‌ او له هماغه ځای څخه به د ولسمشر د دفتر له خونو کار کوي.

د افغانستان، هند او پاکستان د مشرانو په ګډون د نړۍ یو شمېر مشرانو ښاغلي ولسمشر او مېرمنې ته یې د عاجلې روغتیا هیله او دوعا کړې ده.

ولسمشر ټرمپ له ټولو مننه کړې ده چې د هغه په اړه یې پیغامونه استولي او د هغه د صحت دوعا یې کړې ده.