ټرمپ د شمالي کوریا له مشر سره خبرو لپاره سنگاپور ته رسېدلی

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ایرفورس ون کې د ختلو په حال کې د سنگاپور په لور. هلته به ولسمشر ټرمپ له کېم جانگ اون سره ملاقات وکړي.

ولسمشر ټرمپ تر روانیدو وړاندې ددې تاریخې غونډې په باب وویل دا د پېژندگلوۍ مجلس دی. او دا د نیت او لیوالیتا خبره ده چی موږ له دې مجلس نه څه ترلاسه کړو. داغونډه د شمالي کوریا د غېراټومی کېدلو په لور اولنی مهم قدم دی.

نور مبصرین وايی دا د یوې اوږدې پروسې پیل دی او همدا د ولسمشر ټرمپ لپاره گټه ده. ځکه چې ولسمشر ټرمپ د نومبر له انتخاباتو نه مخکې په بهرنی پالسیۍ کې یوه بري ته سترگې په لار دی.

د کیم جانگ اون لپاره دامجلس په خپله یو مهم قدم اوبری دی. ځکه چی د یو اټومی قدرت په توگه به د مریکا له خوانه وپېژندل شی.

Your browser doesn’t support HTML5

دسنگاپور تاریخي غونډه

د شمالی کوریا رهبر کیم جانگ اون په یوه اوږده لیموزین کې چی د شمالی کوریا بیرغ پرې رپېده سپور و او ډیرو نورو تورو موټرونو بدرگه کاوه.

تردې مخکې هغه الوتکه چی کیم جانگ اون پکې سفر کاوه د سنگاپور په هوايی ډگر کې د ډیرو سختو امنیتی تدابیرو په ترڅ کې ښکته شوله.

د سنگاپورپه هوايي میدان کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر ویویان بالاکریشنن د کیم جانگ اون هرکلی وکړ.

د سنگاپورپه هوايي میدان کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر ویویان بالاکریشنن نن دیکشنبی په ورځ د جون په لسمه د کیم جانگ اون هرکلی کوي.

د سنگاپور صدراعْظم لي سین لونگ د ولسمشر ټرمپ او شمالی کوریا د مشر کیم جانگ اون د راتلونکی سر مشریزی غونډه ډیره مهمه وبلله.

لي سین لونگ، د سنگاپور صدراعظم وايی: دا ډیره مهمه غونډه ده؛ دشمالی کوریا دغیر اټومی کولو ستونزه نه یوازې د کوریا پر ټاپووزمه اغېزې لری، بلکه د ټولی سیمی پر امنیت اغېزې لرلی شي. نه یوازې پر شمالی ختیځه اسیا اغېزې لری بلکه په ټوله اسیا اغېزې لرلی شی. په پراخه توگه پر نړۍ هم اغېزې لری.

رپوټ وايی د له ولسمشر ټرمپ سره ملاقات د کیم جانگ اون دحآکمی کورنۍ ارزو او هیله پوره کوی، ځکه نړۍ وال مشروعیت پېدا کوی. دا ډېرغټ ا متیاز دی چی شمالی کوریا ېې په نړۍ واله کچه د څو لسیزو تجرید نه وروسته ترلاسه کوی.

ولسمشرډانلډ ټرمپ له کېم سره د هغه دررژیم په خونديتوب، په اقتصادي پانگونه، حتی سپېنی مآڼۍ ته بلنه کې مرسته کولی شی.

له ډیر و سره دا پوښتنه ده چی سنگاپورولی ددې مجلس لپاره وټاکل شو؟ رپوټ وايی چی سنگاپور خپل ځان د نړۍ د ډیرو ځېرکو ملتونو په توگه حسابوی. احصاېې څرگندوی چی یوسنگاپوری د ورځې دیارلس ساعته په ډیجټلي کارونو مصروف وی.

نوټکنولوژی حکومت ته دا اسانه کوی چی خلک وڅاري . په کمروباندی څارل او دهغوی ایمیلونو او ټیلیفونونو څارل او ان تردې چې دهغوی خصوصی خبری هم څار ل کېدلی شی. سنگاپور په ټوله نړۍ کې د جرم کمه فیصدي لري

له همدې امله دا ډیر مناسب ځای دی چی یو داسی حساسه نړۍ واله غونډه پکې وشی. د بشری حقونو دڅارنې یوچارواکی فېل رابرتسن وايي: سنگاپوردا تضمین کولی شی چی د ولسمشر ډانلډ ټرمپ خلاف به مظاهرې نه وی. ا ودکیم جانگ اون خلاف به هم کومه مظاهره نه کیږی.له بلوه به کومه امنیتی اندېښنه او خطر هم نه وی ځکه هرڅه به په مداومه توگه څارل کېږی.

ولسمشر ټرمپ شمالي کوریا ته تر روانیدو مخکې امریکا غږ ته وویل دی د ډیر باور احساس کوی چی په دې بی سابقی غونډه کې گډون کوی. هغه وویل دی په دې باوردی چی کیم جانگ اون دده د عمر په نیمايی عمر لری اوغواړی د خپل هېواد لپاره ستر کارونه سرته ورسوی.

خو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د احتیاط او خبرداری په توگه وویل چې دا یو ځلي فرصت دی او دا فرصت به بیا ونلري که چېرې خبرې په سمه لاره ولاړې نشی.

دلته د امریکا د چارو پوهان وایي چې دا یو اوږد بهیر دی. او په یوه غونډه کې دا کار سرته نه رسیږی چې د کیم جانگ اون د ډله ئېزې وژنی ټولی وسلې به له منځه ولاړې شي او هغه دې تصدیق هم شي. نو دا چې د کېم بل مقصد دا دی چی د یو باوري مذاکره چی په توگه وپېژندل شي. او دا هم ومنل شي چی د هغه رژیم د اټومی وسلو له لرلو سره سره د نورو لپاره خطر ندی. لکه د پاکستان په څېر. په هر صورت په سینگاپور کې چاپي، تلویزیوني، انترنیتي، او رادیویي سلگونه نه بلکې زرگونه د رسنیو کارکوونکې منتظر دي، چې د هرې دقیقې حال ثبت کړي.