جمهور رئیس ټرمپ وایي د ایرما توپان لپاره پوره چمتوالی لري

خلک د فلوریډا په ایالت کې د توپان د راتګ نه مخکې حفاظتي کارونه کوي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ نن د خپلې کابینې د غړیو سره د "ایرما" توپان په هکله د بحث لپاره غونډه کوي. دې توپان د کرابین په ټاپوګانو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژلي او ښایي چې نن یا سبا به د متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت وځپي.

جمهور رئیس ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د ایرما د توپان لپاره په لوړه کچه چمتووالی نیول شوی او هر څه به سم وي.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ټام باسرټ د خلکو نه غوښتي دي چې بیداره دې اوسي. ښاغلي باسرټ ویلي دي چې د ایرما توپان څو تنه وژلي دي او د خلکو نه یې غوښتي چې د خپل ځان خیال دې وساتي تر څو وکړی شئ د نورو خیال وساتئ.

د اضطراري حالت د تنظیم فدرالي ادارې هم ویلي دي چې د ایرما د توپان لپاره بشپړ چمتووالی لري. د دې ادارې مشرې کتلین فاکس امریکا غږ ته وویل چې" زرګونه لیتره اوبه، خوراکي مواد، کمبلې، روغتیایي مواد د ماشومانو شیدې او ډایپرونه یې برابر کړیدي."

د متحده ایالاتو د توپان د ملي ادارې د وړاندوینې له مخې د ایرما توپان ښایي په ساعت کې د ۲۵۰ کیلو متره په شدت باد ولري. دغې ادارې ویلي دي چې د ارما توپان به د یکشنبې په ورځ د فلوریډا ایالت جنوبي برخې ووهي.

د جمعې په ورځ د ایرما د توپان شدت څلور درجې و. د هوا پیژندنې د ادارې چارواکي وایي چې د اتلانتیک په بحر کې تر اوسه دومره شدید توپان ندی راغلی. دغه چارواکي وایي چې ښایي د ارما توپان په همدې شدت متحده ایالاتو ته هم ورسیږي.

د ایرما توپان د کارابین د باربیوډا ټاپو په بشپړه توګه تبا کړیده. د دې ټاپو صدراعظم ګاسټن بروان ویلي دي چې ۹۵ په سلو کې کورونه ټول تباه شوي.