ټاکنېز کمپاین که د مودي د هرکلي لپاره شانداره مراسم؟

ولسمشر ټرمپ او صدراعظم مودي یو بل سخت وستایل او د دواړو هېوادونو اړیکې یې مهمې وبللې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر ٢٢) د ټکزاس په هیوسټن ښار کې په امریکا کې میشتو هندوستاني امریکائیان وستاېل او د هند صدراعظم نریندرا مودې سره یې په شریکه زرګونو هندوستاني امریکایانو ته وینا وکړه.

دا غونډه د یو هرکلي مجلس نه ډیر د ټاکنیز کمپاین بڼه درلودله او داسې بریښیدله چې ولسمشر ټرمپ د ٢٠٢٠ کال په ټاکنیز کمپاین کې وینا کوي.

ټرمپ په دې غونډه کې هڅه وکړه چې په بهر کې د زیږدليو امریکائیانو پاملرنه ځانته جلبه کړي چې کیدای شي د ده د مهاجرت ضد دریځ نه رضایت نلري.

دا غونډه د صدراعظم مودي لپاره هم چې د کشمیر د مسلې په سر د نړیوالو نیوکو سره مخ دی یو فرصت و چې د امریکا او هندوستاني امریکائیانو سره اړیکې پیاوړي کړي.

د ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې د صدراعظم مودي لپاره جوړې شوې غونډې کې چې ورته د 'هاوډي مودي' نوم ورکړل شوی و شاوخوا ۵۰ زره خلک راغلي و.

ولسمشر ټرمپ هندوستاني امریکائیان کاریگره خلک وبلل او زیاته یې کړه چې د څلورو میلیونو هندوستاني امریکائیانو نه د ژورې مننې لپاره په دې غونډه کې برخه اخېستې ده.

ولسمشر ټرمپ وویل هندوستاني امریکائیان د دې هیواد فرهنگ بډایه کړی او د دې هیواد د ارزښتونو ملاتړ کوي.

دواړو مشرانو د واشنگتن او نوې ډهلي ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې وستایلې.

ولسمشر ټرمپ په دې غونډه کې د هند سره د نویو تړونو زیری ورکړ.

ډونالډ ټرمپ وویل ډیر ژر به د هند سره څو دفاعي تړونونه چې کار ورباندې روان دی نهایي کړي. ولسمشر زیاته کړه امریکا خپل فضایي ځواک جوړوي او هند به په دې برخې کې ورسره گډ کار وکړي.

صدراعظم مودي ولسمشر ترمپ او د هغه کورنۍ ته هند د سفر بلنه وکړه او زیاته یې کړه چې په هند کې د امریکائیانو لپاره د پانگه ونې ښه فرصتونه شته.

صدراعظم مودي هوسټن ته له سفر وروسته روانه اونۍ د ملگرو ملتونو کلنۍ سرمشریزه کې د گډون لپاره نیویارک ته ځي.

مودي په داسې حال کې د ملگرو ملتونو دغه کلنۍ غونډه کې برخه اخلي چې تیره میاشت نوې ډهلي له هندي کشمیر څخه د کورواکۍ ځانګړی امتیاز واخیست او د هند او پاکستان اړیکې ترینگلې شوې.

مودي هیوسټن کې هندوستاني امریکائیانو ته وویل چې د هندي کشمیر اوسېدونکي به اوس د نورو هندوستانيانو په څیر د اساسي قانون له مخې له حقونو برخمن وي.

خو د مودي له خوا د هندي کشمیر د ځانگړي حیثیت د ختمیدو اقدام نړیوالې نیوکې راپارولي دي.

پاکستان هم د هند دا اقدام غندلی او صدراعظم عمران خان خبرداری ورکړی و چې دا گام به د نړۍ ډیر مسلمانان افراطیت ته اړ باسي.

مودي هیوسټن کې د غونډې گډونوالو ته وویل "اوس د ترهگرۍ او د ترهگرو د ملاتړو په وړاندې د جگړې وخت رارسیدلی دی."

مودي ټینگار وکړ چې د ترهگرۍ په وړاندې جگړې کې ولسمشر ترمپ هم ورسره کلک ولاړ دی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې د ملگرو ملتونو عمومي غونډه لپاره نیویارک ته تللی د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر ٢٣) په کشمیر کې د گرز بندیز د لرې کیدو غوښتنه کړې ده.

عمران خان به د ملگرو ملتونو په کلنۍ سر مشریزه کې د خپل هندي سیال مودي سره په داسې حال کې مخامخ شي چې د کشمیر په سر یې اړیکې تر بل هر وخت خړې پړې شوي دي.

بلخوا د مودي او ټرمپ د شخصي کلکو اړیکو برسیره په دې وروستیو کې د تجارت او تعرفو په ډگر کې د هند او امریکا ترمنځ اړیکې ستونزمنې شوې دي.

په ٢٠١۴ کال کې په نیویارک کې صدراعظم مودي ته شاوخوا ١٩ زره کسانو ورته غونډې کې راټول شوي و.

د پیو د څیړنیز مرکز په وینا دا لومړی ځل دی چې د هندو ملتپاله، بھارتیا جنتا ګوند مشر، مودي ته په متحده ایالاتو کې چې څلور میلیونه هندوستانیان پکې میشت دي او یوازې درې سوه زره هندوستانیان په دالاس او هیوستن ښارونو کې ژوند کوي، یوې لویې غونډې ته وینا وکړي.


که څه هم ولسمشر ټرمپ د هند سره اړیکې وستایلې خو امریکا او هندوستان لا هم په هغه تجارتي موافقې نه دي سلا شوي چې امریکا د هند لپاره ځیني تجارتي اسانیتاوې ځنډولي دي.

هند هم د دغه موافقې د ځنډیدلو په ځواب کې په ګڼ شمیر امریکايي اجناسو مالیې لگولي دي.