په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د بیا میشت کیدو د یوې ادارې مسؤلین وایي چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت یوې پریکړې له کبله د نږدې ۱۶۶۰ افغانانو د الوتکو پروازونه لغوه شوي چې امریکا ته د راتګ لپاره یې ټولې مرحلې بشپړې کړې وې.
د افغانانو د انتقال ایتلاف (AfghanEvac) مشر شان وانډیور دوشنبه جنوري ۲۰ ( سلواغې لومړۍ) د رویټرز خبري اژانس ته وویل، هغوي چې پروازونه یې لغوه شوي یو شمیر یې د امریکا د پوځ د فعالو غړیو د کورنۍ غړي دي.
د ټرمپ راتلونکي حکومت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې نوی جمهور رئیس ښایي په یو اجرائیوي فرمان کې د څلورو میاشتو لپاره امریکا ته د کډوالو د راتګ پروګرامونه وځنډوي.
یو شمیر امریکایي چارواکو هم د رویټرز خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پدې کسانو کې چې پروازونه یې لغوه شوي، د هغو افغانانانو واړه ماشومان هم شامل دي چې وار دمخه په امریکا کې میشت دي. ځیني نور یې د خطر سره مخ افغانان دي چې د طالبانو تر راتګ وړاندې یې د افغانستان د حکومت لپاره کار کړی.
د ټرمپ حکومت تازه پریکړې د زرګونو هغو افغانانو برخلیک هم نامعلوم حالت سره مخ کړ چې لا هم په افغانستان یا پاکستان کې دي او په متحده ایالاتو کې د بیا میشت کیدو لپاره د کډوالو په توګه منل شویدي.
سره لدې چې ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ د وفادارۍ لوړې په مراسمو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې میلیونونه هغه کډوال به باسي چې په امریکا کې د پاتې کیدو قانوني اسناد نلري، خو د قانوني کډوالو د پروګرامونو په هکله یې څه ونه ویل.
سپینې ماڼۍ او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت چې د کډوالو پروګرامونه څاري، تر اوسه یې د رویټرز خبري اژانس ته ددې موضوع په هکله د وضاحت لپاره ځواب ندی ورکړی.
ښاغلي وانډیور همدارنګه ویلي چې د ټرمپ انتقالي ټیم غړیو سره په اړیکه کې دی او هیله یې څرګنده کړه چې د افغان کډوالو په برخې کې په پریکړې به د سره غور وکړي.
د شان وانډیور تر مشرۍ لاندې د افغانانو تخلیې ائتلاف چې ګڼ شمیر غټې او وړې ډلې پکې شاملې دي، په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته یې د متحده ایالاتو د حکومت سره په ګډه کار کړی چې د خطر سره مخ افغانان په امریکا کې میشت کړي.
د ۲۰۲۱ کال راهیسې د مخکني جمهور رئیس جو بایډن حکومت نږدې ۲۰۰ زره افغانان متحده ایالاتو ته راوستي دي.