ولسمشر ټرمپ وايي له طالبانو سره د سولې خبرې په ښه ډول پرمخ روانې دي.
دا ښايي له طالبانو سره د امریکايي پلاوي له مخامخ خبرو وروسته لومړی ځل وي چې ولسمشر دونالد ټرمپ په دغو مذاکراتو کې د پرمختګ په اړه نظر څرګندوي.
ښاغلي ټرمپ په خپل تازه ټویټ کې ویلي دي چې د افغانستان مذاکرات ښه روان دي. هغه د چهارشنبې په ورځ (جنوري۳۰) ټویټ کړی دی "له اتلس کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې مذاکرات ښه روان دي. جګړه روانه ده خو د افغانستان خلک د دغه نه ختمېدونکې جګړې پای غواړي. وګورو چې مذاکرات بریالي کیږي کنه؟"
....Fighting continues but the people of Afghanistan want peace in this never ending war. We will soon see if talks will be successful? North Korea relationship is best it has ever been with U.S. No testing, getting remains, hostages returned. Decent chance of Denuclearization...
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 30, 2019
د افغانستان د بیا پخلاینې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ شوی دی او ځینو رسنیو دا راپورونه هم خپاره کړي دي چې د سولې د یوه تړون مسوده هم چمتو شوې ده.
په همدې حال کې د متحدو ایالتونو په سنا کې د اکثریت مشر، مچ مک کونل له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې له سوریې او افغانستان څخه ځواکونه ونباسي.
نوموړي چې تېره ورځ یې په سنا کې خبرې کولې وویل "موږ د نړۍ پولیس نه یو، خو د نړۍ رهبران یو. دا مهمه ده چې امریکا په نړۍ کې د تروریزم ضد جګړې ایتلاف مشري په غاړه ولري او د خپلو ملګرو تر څنګ ولاړه وه."
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د طالبانو د سولې مهم شرط ګڼل کیږي. امریکايي دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېري لري چې افغان ځواکونه روزوي، مشورې او تجیهزات ورکوي.