د نړۍ هیوادونو د چاپیریال د پاک ساتلو ژمنه وکړه

د پاریس د اقلیم د بدلون له تړون څخه د امریکا د وتلو له پریکړې وروسته د نړۍ نورو هیوادونو د چاپیریال د پاک ساتلو ژمنه وکړه

چین او اروپایي هیوادونو د جمعې په ورځ د پاریس د اقلیم د بدلون له تړون څخه د امریکا د وتلو له پریکړې وروسته دغه تړون ته د ژمن پاتې کیدو اعلان وکړ. امریکا په نړۍ کې د کاربن د ککړونکي ګاز د لویو تولیدونکو هیوادونو څخه ګڼل کیږي.

د روسیې، هند او مکسیکو په شان ځینې نورو هېوادونو دغه تړون ته د ژمن پاتې کیدو اعلان وکړ که څه هم د روسیې د جمهوري ریاست یوه چارواکي وویل چې دغه تړون د امریکا له ګډون پرته دوام نشي پیداکولی.

د نړۍ د هوا پيژندنې اداره وايي د ولسمشر ترمپ په دغې پریکړې سره به د روانې پیړۍ په پای کې د نړۍ د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه صفر اعشاریه درې فیصده لوړه شي.

ترمپ دغه پریکړه د خپلو انتخاباتي مبارزو په وخت کې د هغه شعار د تحقق لپاره کړې چې ویلي وو امریکا ته به په هرڅه کې لومړیتوب ورکړي.


د متحده ایالتونو جمهور رییس ډونالډ ټرمپ دا اعلان پرون وکړ
هغه وویل د پاریس اقلیمي تړون په امریکا متحده ایالتونو باندې " دروند مالي او اقتصادي بار" اچوي.