ټرمپ غواړي امریکا کې ټاکنې وځنډیږي

ټرمپ وايي د پست له لارې ټاکنې به له درغلیو ډکې وي

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د نومبر په دریمه نیټه ددغه هیواد د جمهوري ریاست د ټاکنو د ځنډیدو وړاندیز کړی دی او ویلې یې دي دا ټاکنې دې تر هغه وځنډول شي څو رایه ورکونکي وکولای شي په خوندي ډول ټاکنو کې په فزیکي توګه ګډون وکړي.

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ جولای ۳۰ ( زمري ۹) په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې د پست له لارې د رای پاڼې په استولو سره به، د امریکا د ۲۰۲۰ کال ټاکنې په تاریخ کې تر ټولو ناسمې او له درغلیو ډکې ټاکنې وي.

جمهور رئیس ټرمپ ددغه ټویټ په دوام لیکلي:" دا به د امریکا متحده ایالتونو ته د لوی خجالت ځای وي. ټاکنې دې وځنډول شي څو خلک وکړای شي په مناسب او خوندي توګه رایه ورکړي. "

جمهور رئیس ټرمپ له دې وړاندې په یوه بل ټویټ کې د پست له لارې د رای پاڼو استول" ناورین زیږوونکی" اقدام بللی او ویلې یې دي چې دیموکراتان په ټاکنو کې د خپل بهرني نفوذ په اړه خبري کوي، حال دا چې د پست له لارې رایه ورکول، د امریکا په ټاکنو کې د بهرنیو هیوادونو د نفوذ ساده لار ده.

خو تر اوسه هیڅ شواهد نشته چې د پست له لارې رای ورکول دې د امریکا په ټاکنو کې د بهرنۍ مداخلې لپاره زمینه مساعده کړي.

د امریکا متحده ایالتونو د قوانینو له مخې، په دې هیواد کې ټاکنې د نومبر میاشتې په لومړیو دریو ورځو کې کیږي ، خو د ټاکنو د وخت د بدلیدو صلاحیت له کانګرس سره دی.

د ټاکنو د ځنډیدو په اړه د ټرمپ وړاندیز د دیموکراتانو له غبرګون سره مخ شوی دی. د کانګرس د استازو مجلس دیموکرات غړي ډن کلیدي د ټویټر په یوه پیغام کې استدلال کړی چې ټرمپ په واک کې د پاتې کیدو هڅه کوي. هغه له امریکایانو غوښتي دي چې د ټرمپ له خوا د "بې قانونۍ او اساسي قانون ته د نه پام" پر خلاف راپورته شي.

دیموکرات سناتور ټام اوډل په ټویټر لیکلي: " ددې امکان نشته چې جمهور رئیس وکړای شي ټاکنې وځنډوي. هغه ته باید اجازه ورنکړو چې د کرونا ویروس په مخنیوي کې په خپلې کمزورۍ سره موږ بې اعتباره کړي. "

ټاکل شوېډه د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې د روان کال د نومبر میاشتې په دریمه نیټه وشي او د کویډ ۱۹ د خپریدو له امله به ډیری پر شرایطو برابر کسان، د پست له لارې خپل د خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي. ​