ټرمپ: څوک چې د ایران سره تجارت کوي، له امریکا سره به یې نکوي

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي دي هر هغه څوک چې د ایران سره سوداگري کوي د امریکا د متحده ایالاتو سره به اقتصادي او تجارتي معامله نه کوي.

د ایران سره د لویدیځو هیوادونو د اټومي موافقې نه د امریکا د متحده ایالاتو له وتلو وروسته نن د سه شنبې په ورځ پر تهران باندې د واشنگټن د اقتصادي بندیزونو لومړی جوپه پلی شوه.

ددغو بندیزونو د پیل کیدو نه څو ساعته وروسته جمهور رئیس ټرمپ په خپل ټویټر کې ولیکل "په ایران باندې بندیزونه په رسمي توگه پیل شول. دا تر ټولو سخت بندیز چې تر دې دمه پر ایران لیگول شوي او د نوامبر په میاشت کې به د بندیزونو کچه نوره هم لوړه شي. هر هغه څوک چې د ایران سره معامله ولري د امریکا د متحده ایالاتو سره به یې نه لري. زه د نړۍ لپاره سوله غواړم، بل څه نه!"

بندیزونه

پر ایران باندې د امریکایي ډالرو پلورل، د ایران د ریال د اخیستلو او پلورولو د معاملو بندول، د سرو زرو د سوداگرۍ بندول، د گرافیت او د المونیم او فولادو په څیر فلزاتو پر خرڅلاو، عرضې او تامین باندې بندیز او د ایران د موټر جوړولو پر صنعت باندې سخت محدویتونه پدغو بندیزونو کې چې د سه شنبې په ورځ عملي شول، شامل دي.

تمه ده چې ددغو بندیزونو بله جوپه د روان کال په نوامبر کې پلی شي چې تر ډیره حده د ایران د بېړۍ چلولو صنعت او بندرونه، د تیلو او پتروشیمي صنعت، د ایران بانکونه او مالي بسټونه به په نښه کړي.

له دې سربیره د بندیزونو په بله جوپه کې د ایران د سلگونو اشخاصو، شرکتونو، بسټونو، بیړیو او هوایي چلند د نومونو بیا داخلول شامل دي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني ویلي دي چې د بانکدارۍ د دوام او تیلو تجارتي معاملو لپاره لاهم په روسیې او چین تکیه کوي.

ددې سره جوخت د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکا موگاریني یو ځل بیا سوداگر د ایران سره تجارتي معاملو ته وهڅول. هغې چې په نوي زیلاند کې یې نن سه شنبه (اگست ٧) خبرې کولې وویل چې د ایران سره اقتصادي اړیکې درلودل د اټومي تړون د ساتنې لپاره ضروري دي.

که څه هم چې جمهور رئیس ایران د اټومي تړون نه په سرغړونو ملامتوي، خو د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې یو ځل بیا تائید کړه چې ایران د موافقې د سند د مندرجاتو له مخې عمل کړی دی او د هغې په وینا د اټومي موافقې نه لاس راغلي فرصتونه د "ایران حق" دی.

د نړۍ د مشرانو په منځ کې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو چې د واشنگټن نژدې متحد دی پر ایران باندې د بندیزونو د بیا پیل کیدو هرکلی کړی دی.