ټرمپ: درواغ دي چې روسیې طالبانو ته پېسې ورکړي امریکايي عسکر ووژني

ولسمشر ټرمپ له نیویارک ټایمز څخه وغوښتل چې خپله نامعلومه سرچینه دې ښکاره کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړ چې ګنې روسیې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره طالبانو ته پېسې ورکولې.

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي چې د امریکا استخباراتي ادارو موندلې چې د روسیې یوې څانګې د طالبانو اړوندو ترهګرو ته پېسې او جایزې ورکولې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف سرتېري ووژني.

په راپور کې د امریکا د ځینو چارواکو له خولې دا معلومات خپاره شوي‌ دي،‌ خو د چارواکو نومونه اخیستل شوي نه دي.

وایي ولسمشر ټرمپ ته د مارچ په میاشت کې په دې اړه راپور ورکړل شوی دی، خو ښاغلي ټرمپ دا راپور جعلي وګاڼه او رد یې کړ.

نوموړي د یکشنبې په ورځ جون۲۸ (چنګاښ۸) په خپل ټویټر کې ولیکل: "هاغسې چې د نامعلومې سرچینې په حواله جعلي رسنۍ نیویارک ټایمز راپور ورکړی دی، په افغانستان کې په اصطلاح د روسانو له لوري زموږ په سرتېرو باندې د برید په اړه هېچا هم ماته، مایک پنس ته او د دفتر رئیس مارک میدوس ته راپور نه دی ورکړی. هر څوک دا راپور ردوي او زموږ په سرتېرو ډېر بریدونه نه دي شوي.... "

ښاغلي ټرمپ له نیویارک ټامیز څخه وغوښتل چې "نامعلومه سرچینه دې ښکاره کړي. خو دا کار نشي کولی، دا شخص هېڅ موجود نه دی."

ولسمشر ټرمپ‌ داسې مهال دا راپور ردوي چې د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د هغه سرسخت سیال جو بایډن تېره ورځوویل که دا راپور حقیقت ولري، ټرمپ‌ د سرقومندان اعلی په توګه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په ساتلو او د روسیې په مقابل کې په درېدو کې ناکام شوی.

خو ولسمشر ټرمپ وايي چې اداره یې د روسیې په مقابل کې تر ټولو سخت چلند کوي.

روسیې او طالبانو هم دا راپور رد کړی دی.

دا په داسې حال کې دي‌ چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون په اساس امریکا پلان لري چې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.

طالبانو ژمنه کړې ده چې په امریکايي ځواکونو به بریدونه نکوي.

په همدې حال کې سیګار وايي چې د ۲۰۰۱ داپریل د میاشتې څخه نیولې د ۲۰۲۰ کال پورې په افغانستان کې ۲۴۳۹ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.