ټرمپ کانګرس ته خپله دریمه کلنۍ وینا کوي

ټرمپ تیر کال هم له کانګرس څخه ملت ته وینا وکړه

ټاکل شوېده د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د واشنګټن په وخت نن ماښام نهه بجې کانګرس ته خپله دریمه کلنۍ وینا وکړي.

ټرمپ په داسې حال کې دغه وینا کوي چې د سنا په مجلس کې یې د محاکمې بهیر پای ته رسیدلی ندی.

ټرمپ له واک څخه په ناوړه استفاده او د کانګرس د تحقیقاتو په مخنیوي تورن شوی دی او له څو میاشتینو تحقیقاتو وروسته ټاکل شوېده سناتوران د چهار شنبې په ورځ د ( فبروري ۵ مه) د هغه د تورونو په اړه پریکړه وکړي.

په عین وخت کې ټرمپ په داسې حال کې سږ کال ملت ته وینا کوي چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه هم روان دي.

ټاکل شوېده د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې د روان میلادي کال په نوامبر میاشت کې وشي.

د امریکا د یوه جګپوړي چارواکي په وینا ، د ټرمپ د سږ کال د وینا مهمه برخه به د "امریکا د عظمت په راګرځیدو" وي.

ددې چارواکي په وینا ټرمپ به د امریکا د اقتصادي ودې په هدف امریکايي قانون جوړونکي ګډې همکارۍ ته تشویق کړي.

د امریکا د جمهورو رئیسانو کلنۍ ویناوي تل په کورنیو او بهرنیو سیاستونو او په راتلونکو پلانونو څرخیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

ملت ته د ټرمپ کلنۍ وینا