د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو ټویټ کې ویلي دي چې د لسو کلونو د پلټنې نه وروسته پاکستان د ممبۍ د برید ترتیبونکی نیولی دی.
ولسمشر ټرمپ په یو ټویټ کې لیکلي دي چې د تیرو دوو کلونو د فشار په نتیجه کې په پاکستان کې د ممبۍ د بریدونو مسول نیول شویدی.
ولسمشر ټرمپ ولیکل:
After a ten year search, the so-called “mastermind” of the Mumbai Terror attacks has been arrested in Pakistan. Great pressure has been exerted over the last two years to find him!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) July 17, 2019
"د لسو کلونو د پلټنو نه وروسته، د ممبۍ د بریدونو ترتیبونکی په پاکستان کې نیول شویدی. په تیرو دوو کلونو کې د هغه د موندنې لپاره ډیر لوی فشار اچول شوی و."
پداسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټ کې لیکلي چې "د لسو کلونو د پلټنې وروسته د ممبۍ د بریدونو ترتیبکونکی نیول شویدی" خو په اصل کې حافظ سعید دغه ټوله موده په پاکستان کې ازاد گرځیده.
د ولسمشر په ټویټ کې دغه ټکې په ټویټر ځینو خبریالانو او د سیاسي چارو کارپوهانو هم په گوته کړ او هغه ته یې ځوابونه ورکړل.
د هند یو خبریال مانک گپتا ولسمشر ټرمپ ته ولیکل چې حافظ سعید ازاد گرځیده او د موندلو ضرورت یې نه و.
“So-called”..!!! Is this sarcasm directed at Pakistan? Or you are serious? BTW, he was openly doing rallies these 10 years....founded a political party and even fought election. Did he need to be found 🤔
— Manak Gupta (@manakgupta) July 17, 2019
د یادونې وړ ده چې د هند حکومت د هغه تورونو په ځواب کې چې حافظ سعید د ممبۍ په برید کې ککړ و، پاکستان د هندي چارواکو نه شواهد غوښتي و.
د پاکستان حکومت په تیرو څو کلونو کې څو وارې حافظ سعید نیولی او پریښی دی.
پاکستان په داسې وخت کې حافظ سعید نیولی دی چې صدراعظم عمران خان د پوځي او ملکي چارواکو سره یو ځاې امریکا ته د جولایي په ٢٠ سفر کوي.