ټرمپ: پامپیو او هیلي به د حکومت برخه نه وي

د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي چې مایک پمپیو او نیکي هیلي به یې د حکومت برخه نه وي.

مایک پمپیو د ښاغلي ټرمپ د جمهوري ریاست په لومړۍ دورې کې د بهرنیو چارو وزیر او د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي آی اې مشر و او نیکي هیلي په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې وه چې وروسته یې ځان د جمهوري ریاست انتخاباتو کې د ټرمپ په مقابل کې هم کاندید کړی و.

ښاغلي ټرمپ شنبه نومبر ۹ ( لړم ۱۹) په ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي چې د دې دواړو سره په لومړۍ دورې کې د کار کولو له کبله خوښ دی او د خدمت کولو په خاطر یې له هغوي مننه کړې.

ټرمپ لیکلي، "زه به پخوانې سفیرې نیکې هیلي یا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو ته بلنه ورنکړم چې د ټرمپ ادارې برخه شي چې اوس د جوړیدو په حال کې ده".

ډونالډ ټرمپ د ګڼ شمیر جنایي او حقوقي قضیو له کبله محکوم شوی هم دی خو د دې ټولو سربیره یې د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کې ځان د جمهوري غوښتونکي ګوند په استازیتوب کاندید کړ او د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې، کاملا هریس ته یې ماتې ورکړله.

ویل کیږي چې ډونالډ ټرمپ د نومبر پنځمې نیټې جمهوري ریاست انتخاباتو تر ګټلو وروسته د خپل حکومت کابینې جوړیدو لپاره د کاندیدانو سره لیده کاته کوي. د رویټرز خبري اژانس تیره ورځ ویلي و چې ټرمپ د نوموتي پانګه وال سکاټ بیسینټ سره کتلي چې ښایي د خزانې وزیر په توګه ونومول شي.

سره لدې چې نیکي هیلي د ۲۰۲۴ کال په ګوندي او مقدماتي انتخاباتو کې په ټرمپ سخت انتقادونه کړي و او تر وروستۍ شیبې د ټرمپ سره په سیالۍ کې ولاړه وه خو وروسته یې د مخکني جمهور رئیس سره خپل ملاتړ څرګند کړ.

پمپیو او هیلي تر اوسه د ټرمپ په پریکړې تبصره نده کړې. خو تر دې وړاندې داسې ګنګسې وې چې ښایي د ډونالډ ټرمپ د حکومت په نوې کابینې کې د دفاع وزیر وي.