ټرمپ: د شمالي کوریا د توغنديو له ازموینې ناراحته نه یم

شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ په سمندر کې دوه توغندي ویشتلي

د شمالي کوریا دولتي تلویویزون د یکشنبې په ورځ (جولای ٢٨) خبر ورکړ چې د هیواد مشر کیم جون اون د کوریا د جگړې د ٦٦ مې کلیزې په مناسبت مختلفو مراسمو کې برخه اخیستې ده.

شمالي کوریا د جولای ٢٧ مه نېټه چې د کوریاگانو ترمنځ د ١٩٥٠- ١٩٥٣ جگړه پای ته ورسیدله د هیواد د ازادۍ د ورځې په توگه لمانځي. شمالي کوریا په جنوبي کوریا کې د امریکایي ځواکونو حضور په دغه ټاپوزمې کې د شخړو لامل بولي.

ولسمشر ترمپ وایي د شمالي کوریا د مشر کیم سره یې اړېکې ډیرې ښې دي او ډیر خلک دا ډول لنډ واټن توغندي لري.

شمالي کوریا ویلي چې د پجنشنبې د ورځې د توغندي ازموینه د دوی په وینا جنگ خوښونکې جنوبي کوریا ته خبرداری دی څو د وسلو واردات او پوځي تمرینات بند کړي.

څیړونکي دا اقدام امریکا ته هم یو خبرداری بولي چې د جنوبي کوریا سره گډ پوځي تمرینات ترسره کوي. خو ولسمشر ترمپ وایي "شمالي کوریا امریکا ته خبرداری ندی ورکړی" ولسمشر وایي "کوریاگانې خپلمنځي اختلافات لري او دا اختلافات ډیر پخواني دي."

دا له هغې ورځې را وروسته چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کوریا د ټاپو وزمې د غیرې اټمي کولو د خبرو پر بیا پیل سلا شول، د تیرو دوو میاشتو په موده کې د شمالي کوریا د له خوا د بالیستیک توغندي لومړۍ ازموینه ده.

څیړونکي وایي دا اقدام د خبرو اترو مخکې د شمالي کوریا د چارواکو له خوا په واشنگتن باندې یو ډول فشار دی چې د غیر اتمي کولو په سر خبرو کې په کاري کچې اجندا برابره کړي.

د ترمپ تر څنگ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم د شمالي کوریا د توغندي ازموینه بې اهمیته بللې ده.

خو د جنوبي کوریا د دفاع وزارت د شمالي کوریا له خوا د توغندي د ازموینې په اړه په احتیاط غبرگون ښودلی او ویلي چې دا ډول اقدامات په خبرو اترو کې مرسته نه کوي.

جنوبي کوریا ویلي چې د شمالي کوریا د اعتراض برسیره د امریکا سره به گډ پلان شوي پوځي تمرینات به ترسره کړي.

واشنگتن او سیول د مخه لا د دې تمریناتو کچه راټیټه کړې و خو تر اوسه پورې دا د شمالي کوریا لپاره کافي نه وه.