متحدو ایالتونو کې ټک ټاک بند شو؛ ټرمپ وایي ښایي د بندولو پریکړه یې ۹۰ ورځې وځنډوي

په متحدو ایالتونو کې د یکشنبې د ورځې له پیل را وروسته د ټولنیزې شبکې ټک ټاک کارول بند شول او د اپل او ګوګل په انلاین زیرمو او مارکیټ کې هم دا اپ حذف شوی، خو ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې ممکن دا پرېکړه درې میاشتې وځنډوي.

شاوخوا ۱۷۰ میلیون امریکایانو، چې اکثریت یې ځوانان دي، ټک ټاک کاراوه. ټک ټاک چې د «بایټي ډانس» په نوم د یو چینایي شرکت ملکیت دی، خپلو کاروونکو ته لیکلي: «یو قانون چې په متحدو ایالتونو کې ټکټاک بندوي، عملي کړای شو. له بده مرغه، دا په دې معنی ده چې تاسو د اوس لپاره ټک ټاک کارولای نه شی. موږ نیکمرغه یو چې ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې چې (د ولسمشر په توګه) د کار له پیلولو وروسته به یې له موږ سره په حل باندې کار کوي چې ټک ټاک بېرته فعال کړو. لطفآ، له موږ سره پاتې شی.»

د «کپ کټ» ویدیو ایډیټېنګ، «لیمن۸» او ځینې دا ډول نور اپلکیشنونه چې د «بایټي ډانس» ملکیت دي، هم په متحدو ایالتونو کې بند شوي‌ او په اپ سټورونو کې نه موندل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ان بي سي شبکې ته ویلي: « زیات امکان لري‌ چې د ۹۰ ورځو لپاره (د ټک ټاک) موده وغځول شي. که یې په اړه پرېکړه وکړم، د د وشنبې په ورځ به یې اعلانوم.»

راپورونه وايي چې د ټک ټاک اجرايي مشر شو زي چو به د ولسمشر ټرمپ د لوړې په مراسمو کې هم ګډون کوي. په متحدو ایالتونو کې د ټک ټاک شبکې له بندېدو وروسته یې میلیونونو کاروونکو انستاګرام، ایکس او نورو ټولنیزو شبکو ته مخه کړې ده.

په همدې حال کې د امریکا نوي منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شنبه جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۹) ویلي چې واک ته تر رسیدو وروسته په امریکا کې د ټک ټاک شبکې د بندولو پریکړه ښایي د دریو میاشتو لپاره وځنډوي.

ښاغلي ټرمپ د ان بي سي تلویزون سره په مرکې کې ویلي چې د دریو میاشتو لپاره د پریکړې ځنډول "مناسب" دي.

تر دې وړاندې ټیک ټاک ویلي و که د متحده ایالاتو حکومت ددې شبکې د بندیدو په هکله خپله پریکړه بدله نه کړي، د روانې جنوري میاشتې په ۱۹ مې چې یکشنبه کیږي، امریکایي کاروونکي به ونه شي کړي چې پدې هیواد کې دا شبکه وکاروي.

د یو قانون له مخې چې کانګرس تیر کال منظور کړ او سترې محکمې د همدې تیرې جمعې په ورځ د رایو په غوڅ اکثریت تائید کړ، د ټک ټاک شبکې ته د یکشنبې تر ورځې مهلت ورکړل شوی چې په چین کې د بایټ ډانس شرکت سره خپلې اړیکې پرې کړي او که نه د ملي امنیت یو ګواښ له کبله به دا شبکه په امریکا کې وتړل شي.

سپینې ماڼۍ هم ویلي چې د ټک ټاک برخلیک په هکله پریکړه د راتلونکي حکومت په لاس کې ده او پدې معنی چې ښایي دا شبکه به د یکشنبې په ورځ په امریکا کې غیر فعاله وي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټک ټاک او نور شرکتونه به د ټرمپ ادارې پیل کیدو څخه وړاندې کوم اقدام ونکړي. پخپله د ټک ټاک شرکت د سپینې ماڼۍ اعلامیې په هکله څه ندي ویلي.

په امریکا کې مطبوعاتو کې داسې آوازې هم خپرې شوي چې ګواکې چینايي مقامات په دې غور کوي چې د ټک ټاک د امریکا برخه په میلیاردر ایلان مسک وپلوري.

خو د ټک ټاک یو ویاند فرانس پرس ته دا راپور "تشه افسانه" بللې او زیاته کړې یې ده چې ددې تمه ورڅخه نه کیږي چې د اوازو په اړه نظر څرګند کړي.

مسک د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې ټویټر په ۴۴ میلیارد ډالر وپېره. د ټک ټاک د امریکا د برخې ارزښت د ۴۰ میلیارد څخه تر ۵۰ میلیارد ډالرو اټکل شوی

په عین حال کې په واشنګټن ډي سي کې د چین سفارت په یوې اعلامیې کې په متحده ایالاتو تور لګولی چې د ټیک ټاک ځپلو لپاره له خپل دولتي واک څخه ناوړه ګټه اخلي.