د کردانو په اړه ترکیې ته د ولسمشر ټرمپ بل خبرداری

دا د ولسمشر ټرمپ ترکیې ته دوهم خبرداری دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځلې بیا ترکیې ته خبرداری ورکړی چې د کردانو ځپلو لپاره د دوي هر اقدام په ځواب کې به په ترکیې باندې اقتصادي بندیزونه ولګوي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي که ترکیه په سوریې کې د کردانو پر وړاندې "د بشریت ضد اقدامات وکړي" دی به په ځواب کې د ترکیې اقتصاد له منځه یوسي.

ولسمشر ټرمپ دا خبرداری هغه وخت ورکړ چې یو خبریال د ولسمشر ټرمپ نه وپوښتل چې د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان به کردان له منځه یوسي. ټرمپ یې په ځواب کې وویل چې "زه به د هغه اقتصاد ورختم کړم."

د امریکا متحده ایالتونو خپل هغه ځانګړي سرتیري د سوریې او ترکیې څخه وویستل چې د سوریې په شمالي سیمو کې د ترکیې پر پوله د کرد ملیشو د امنیت لپاره پراته وو.

سره له دې چې د دغو سرتیرو شمیر له ۵۰ تر ۱۰۰ کسانو پورې و خو د دوي وتلو سره سم، د ترکیې عسکرو په سوریې کې د میشتو کردانو پر ضد عملیات پیل کړل.

د ولسشمر ټرمپ دغه خبرداري په ځواب کې د ترکیې د ولسمشر مرستیال، فواد اوکتای ویلي چې "ترکیه داسې هیواد نه دی خبرداريو په اساس خپله تګلاره بدله کړي."

د بشار الاسد حکومت بیا له کرد ملیشو غوښتي چې یو ځل بیا د سوریې له حکومت سره یو ځای شي.

د سوریې څخه د امریکایي سرتیرو د ایستلو پریکړې باندې په امریکا او له امریکا بهر ګڼ شمیر سیاستوالو نیوکې کړي دي او د داعش په وړاندې د کرد ملیشو یواځې پریښودل یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ائتلاف ماتول بللي.