ټرمپ د اسرائیل او مراکش د اړیکو د عادي کولو د موافقې خبر ورکړ

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، ویلي دي چې مراکش او اسرائیل موافقه کړې چې خپلې اړیکې عادي کړي.

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۱۰ (لیندۍ ۲۰) په یو ټویټري پیغام کې کې دغه پرمختیګ د "یوې بلې تاریخي لاسته راوړنې" په توګه وستایه.

ښاغلي ټرمپ لیکلي دي: "نن یوه بله تاریخي لاسته راوړنه [ترلاسه شوه]! اسرائیل او د مراکش شاهي هیواد زمونږ دووو عالي زدوستانو، د بشپړه دپلوماتیکو اړیکو په ټینګولو موافقه وکړه. په منځني ختیځ کې د سولې لپاره ستر پرمختګ!"

جمهور رئیس ټرمپ په یو بل پیغام کې لیکلي: "نن مې یوه اعلامیه لاس لیک کړه چې [د افریقا] په لویدیځه صحرا باندې د مراکش حاکمیت په رسمیت پیژني. د مراکش د خودمختارۍ جدي، معتبر او واقعي وړاندیز د سولې او سوکالۍ د دوام لپاره د حل لارې یواځنۍ مبنا ده!»

ښاغلي ټرمپ همداشان لیکلي دي چې: "مراکش په ۱۷۷۷ کال کې د امریکا متحده ایالات په رسمیت وپیژندل. نو پدې خاطر دا سمه ده چې مونږ پر لویدیځه صحرا باندې د هغوی حاکمیت په رسمیت وپیژنو."

د ابراهیم د موافقو له لاس لیک کولو وروسته چې له مخې یې د اسرائیل سره د متحده عربي اماراتو او بحرین اړیکې عادي شوې، سودان درېیم هیواد و چې له دغو موافقو سره یو ځای شو او اوس مراکش څلورم هیواد دی چې ورسره یوځای کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس چې د ابراهیم د موافقو د لاس لیک کولو کوربه او میانځګړی و هیله څرګنده کړې چې زیات شمیر عربي او مسلمان هیوادونه د متحده عربي اماراتو لار خپله کړي او د اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کړي.