امریکا او چین د افغانستان سولې ته ژمن دي

ټرمپ ویلي امریکا او چین دواړه د "اورپکو اسلامي ترهګرو" له ګواښ سره مخامخ دي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په بیجینگ کې د چین د جمهور رئیس شي جین پینگ سره په یو گډ خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات او چین به په ځانگړې توگه د ترهگرۍ او مخدره توکیو د قاچاق پر وړاندې په مبارزې غور وکړي.

ښاغلي ټرمپ وویل "ترهگري د ټول بشریت لپاره گواښ دی او مونږ به د سخت دریځه اسلامپاله ترهگرۍ مخه ونیسو".

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې په افغانستان کې د سولې د ټینگیدو او د ترهگرۍ او مخدره توکیو د قاچاق پر ضد د واشنگټن او بیجینگ د گډې مبارزې په اړه خبرې کوي چې افغانستان په نړۍ کې د اپینو ستر تولیدونکی دی او د کورنیو او بهرنیو ترهگرو د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي سره مخامخ دی.

امریکا او چین پداسې حال کې د افغانستان سولې ته ژمنتیا څرګنده کړې چې دغه دواړه هیوادونه د پاکستان په اړه ګډ دریځ نلري. امریکا پر پاکستان فشار اچولی چې د هغو ترهګرو او ورانکارو ډلو مخه ونیسې چې له پاکستان نه د افغانستان امنیت ګډوډوي. چین بیا وايي امریکا او نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ په جګړه کې د پاکستان د قربانیو دروناوی وکړي.