ټرمپ: که جمهور رئیس شم، غواړم د بګرام کنټرول لپاره د طالبانو سره تړون وکړم

د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي که د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو کې بریالی شي، په افغانستان کې د طالبانو سره د سوداګرۍ یو تړون به وکړي تر څو د بګرام نظامي اډې کنټرول بیرته امریکا ته په لاس ورشي.

ښاغلي ټرمپ چې شنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) یې په یوې انتخاباتې غونډې کې خپلو پلویانو ته وینا کوله وویل چې امریکا په افغانستان کې د بګرام په هوایي اډې ملیاردو ډالر ولګول خو ادعا یې وکړله چې کنټرول یې اوس د چین په لاس کې دی.

د ډیلي میل ورځپاڼۍ راپور له مخې ټرمپ بګرام په نړۍ کې تر ټولو ستره اډه بللې چې د الوتکو د کښیناستلو او پورته کیدو لپاره تر ټولو سترې لیکې لري.

د ورځپاڼۍ په راپور کې د امریکا د پخواني جمهور رئیس له قوله ویل شوي، "مونږ د بګرام (اډه) ساتله خو له لاسه مو ورکړه. ما ځکه بګرام غوښته چې یوازې یو ساعت د هغه ځای څخه لیرې دی چې چین پکې اتومي توغندي جوړوي".

د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه د بګرام نظامي اډه افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلې خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې چې بیا طالبان واک ته ورسیدل، دا اډه د هغوي لاسته ورغله.

امریکا او د افغانستان مخکني حکومت پدې اډې کې یو شمیر بندیان ساتل چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د لاس لرلو شک پرې و.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي، " ولې مو هغه (بګرام اډه) د لاسه ورکړله؟ څو کاله وړاندې پرې ملیاردونه ډالر مصرف شوي و. مونږ د افغانستان لپاره ورته اړتیا نه درلوده خو هغه ځای ته بیخي نږدې وه چې چین پکې توغندي جوړوي".

ډونالډ ټرمپ پخپلو خبرو کې پرته لدې چې کوم ثبوت یا شواهد وړاندې کړي،ادعا وکړله چې د بګرام نظامي اډې کنټرول اوس د چین په لاس کې دی.

هغه پدې هکله وویل، "تاسو پوهیږئ، هغه (بګرام) اوس چا قبضه کړی؟ چین. چین قبضه کړی. دا خلک (امریکایي چارواکي) څومره احمق دي. دا ډیره خواشینونکې ده".

سره لدې چې د متحده ایالاتو په ګډون غربي هیوادونه په افغانستان کې سیاسي استازولۍ نلري او د طالبانو سره د تعامل لپاره د نورو هیوادونو د منځګړتوب څخه کار اخلی، خو ډونالډ ټرمپ ادعا وکړله، که بیا د متحده ایالاتو جمهور رئیس شي، د بګرام اډې بیرته اخیستو لپاره به د طالبانو سره د سوداګرۍ تړون وکړي.

هغه وویل، " خو، مونږ به یې بیرته واخلو. ښایي د سوداګرۍ یوې معاملې له مخې به یې بیرته واخلو".

بګرام په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو ستره اډه وه.

طالبان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته رسیدلي خو حکومت یې تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی، تر اوسه یې د ډونالډ ټرمپ پدې څرګندونو تبصره نده کړې.

په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په میاشت کې کیږي چې د دیموکرات ګوند لخوا ورته برحال جمهور رئیس جو بایډن او د جمهوري غوښتونکي وروستی کاندید لا ندی معلوم.

سره لدې چې ډونالډ ټرمپ په ګڼ شمیر حقوقي او جنایي قضیو کې تورن دی او تر اوسه یې د دې ګوند د کاندیدانو په دوو مباحثو کې هم برخه نده اخیستې خو هغه بیا هم د جمهوري غوښتونکو په کاندیدانو کې تر دې دمه تر ټولو وړاندې دی.