ټرمپ یو ځل بیا ویلي، د افغان جګړې ګټلو لپاره نه غواړي میلیونونه خلک ووژل شي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې افغان جګړه په څو ورځو کې ګټلی شي، خو نه غواړي چې لس میلیونه خلک ووژل شي.

نوموړي تېره جولای میاشت هم ورته څرګندونې کړې وې چې د افغان حکومت او ګڼو سیاستوالو سخت غبرګونونه یې راوپارول.

ولسمشر ټرمپ پرون جمعه د «اګست پر۲مه» په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې افغان جګړه په څو ورځو کې ګتلی شي، خو نه غواړي چې میلیونه خلک ووژل شي.

هغه همدارنګه د افغان سولې په اړه مذاکراتو کې د پرمختګ خبر هم ورکړی دی:"د افغانستان په اړه خبرو کې پرمختګونه شوي دي، موږ هلته د خپلو سرتېرو شمېر کموو، که موږ وغواړو د افغانستان جګړه په دوو یا یا څلورو ورځو کې ګټلی شو، خو نه غواړو چې میلیونونه خلک ووژل شي."

ډونالد تېره تېره جولای میاشت په واشنګټن کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره لیدنه کې هم ویلي، چې د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې ګټی شي، خو نه غواړي چې لس میلیونه خلک ووژل شي.

افغان حکومت که څه هم د افغانستان په اړه د ټرمپ د تازه جنجالي څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تېرو ورته څرګندونو ته یې د سخت غبرګون په ښودلو سره له واشنګټن څخه د نوموړي د خبرو په اړه وضاحت غوښتی و.

ټرمپ پر داسې مهال افغان سولې کې د پرمختګ خبر ورکوي، چې نن شنبه د «اګست پر ۳مه» په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ اتم پړاو مذاکرات پیل شول.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې طالبانو هم د سولې موافقې ته شین څراغ ښودلی او زیاتوي چې امریکا یوې ښې موافقې ته چمتو ده.