ترکیې ته د امریکا جدي گواښ

د امریکا متحده ایالاتو گواښ کړی چې که ترکیه پر سوري کردانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي واشنگټن به د ترکیې اقتصاد وځپي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په سوریه کې د داعش د ماتې او له هغه هیواد نه د امریکایي پوځیانو د وتلو په اړه په ټویټر کې لیکلي چې په سوریه کې بیا د داعش د راټوکیدو په صورت کې به امریکایي ځواکونه له مختلفو لورو او د شاوخوا اډو څخه پر دغې ډلې بریدونه وکړي.

ښاغلي ټرمپ همداشان پدې ټویټ کې د سوریې پر کردانو چې امریکا یې ملاتړ کوي د ترکي پوځیانو بریدونو ته په اشارې خبرداری ورکړی چې "که ترکیه پر کردانو حمله وکړي، د ترکیې اقتصاد به ویجاړ کړي".

ښاغلي ټرمپ په یو بل ټویټ کې له کردانو هم غوښتي چې د ترکیې پر ضد د لمسونکو اقداماتو ډډه وکړي.

د ښاغلي ټرمپ خبرداري د ترکي مقاماتو غبرگونونه راپارولي دي.

د ترکیې د جمهوري ریاست ویاند ابراهیم کلین د ښاغلي ټرمپ د پیغام په ځواب کې په ټویټر لیکلي دي چې "ترکیه د کردانو پر ضد نه بلکه د ترهگرو پر ضد جنگیږي...ترهگر نشي کولای چې ستاسې شریکان او متحد اوسي".

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، هم د ښاغلي ټرمپ خبرداري باندې په انتقاد سره په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ستراتیژیک متحدین له یو بل سره د ټولنیزو شبکو له لارې خبرې نه کوي.

ښاغلي چاوش اوغلو وویل "ترکیه له هیڅ گواښ نه ډاریږي. په اقتصادي گواښونو هیڅ هدف ته نشی رسیدلای... زمونږ امنیت ته د گواښ د له منځه وړلو لپاره هر هغه څه چې لازم وي هغه کوو".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دوشنبې په ورځ (جنورۍ ١۴) د سعودي عربستان له مقاماتو سره له کتنې وروسته په یو خبري کنفرانس کې وویل چې تر اوسه د ښاغلي ټرمپ د گواښ په هکله یې د ترکي مقاماتو سره خبرې ندي کړي.

ښاغلي پمپیو ویلي چې د هغه په اند د جمهور رئیس ټرمپ هدف پر ترکیې باندې د بندیزونو لگول دي په هغه صورت کې چې پر سوري کردانو باندې د ترکي پوځیانو بریدونه دوام وکړي.

د سوریې کرد جنگیالي په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد جگړه کې د امریکا د متحده ایالاتو نژدې متحدین دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکایي پوځیانو سره د کردي جنگیالیو د همکارۍ ته په اشارې ویلي دي چې "هغوی په ټول دغه موده کې زمونږ تر څنگ جنگیدلي دي ددې وړتیا لري چې وساتل شي".

خو د ترکیې حکومت سوري کردان ترهگر گڼي او ویلي یې دي چې د سوریې په شمال کې به د هغوی پر ضد پراخ پوځي عملیات وکړي.