ټرمپ ترکیې ته خبردارې ورکړی چې اقتصاد به یې 'تباه' کړي

ولسمشر ټرمپ وایي چې که ترکیې په سوریې کې د کردانو ضد عملیات وکړل نو د هغوي اقتصاد به 'تباه' کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ‏ټرمپ په سوریې کې د ترکیې د رول په اړه په ترکیې سختې نیوکې کړیدي او خبرداری یې ورکړیدی که هغوي په سوریې کې د پوځي عملیاتو پریکړه وکړه نو د انقرې اقتصاد به په 'ټپه ودروي'.

ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه به د ترکیې اقتصاد مکمل 'تباه او ویجاړ' کړي که چیرته ترکیې د سوریې نه د امریکایي عسکرو د وتلو نه وروسته په دغه ملک کې پوځي مداخله وکړه. ولسمشر ټرمپ وویل چې دغه ډول عمل به 'د حد نه وتل' وي.

د سوریې نه د امریکایي عسکرو د وتلو نه وروسته به هلته د کردانو ملیشې یواځې پاتې شي چې امریکا یې تر اوسه پورې ملاتړ کړیدی. ترکیه د کردانو ملیشه ترهگره گڼي او داسې ممکنه ده چې د امریکایی عسکرو د وتلو نه وروسته به ترکیه د کردانو خلاف عملیات کوي.

ځینې کارپوهان په ولسمشر ټرمپ د سوریې نه د امریکایي عسکرو د ایستلو په پریکړې انتقاد کوي او وایي چې دغه به کردي عسکرو ته تاوان ورسوي.

په ولسمشر ټرمپ په انتقاد کونکو کې د امریکا د دیموکرات گوند د غړو ترڅنگ د جمهوري غوښتونکي گوند ځینې غړي هم شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د ترکیې پوځ د ۲۰۱۹ کال د اګست په میاشت کې د (چنګال) په نامه د کردستان د ګارګر ګوند پر ضد پوځي عملیات پیل کړیدي.

د کردستان کارګر ګوند له ۱۹۸۴ کال راهېسې له ترکیې څخه د بیلتون غوښتنه کوي او وسله وال مقاومت کوي. په دغې مبارزې کې تر دې دمه لسګونه زره خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

له بلې خوا د ترکیې رسنۍ وایي چې ولسمشر طیب اردوان به د نومبر په میاشت کې امریکا ته سفر وکړي چې د ولسمشر ټرمپ سره وگوري