امریکا به د داعش په خلاف د جگړې لپاره کردانو ته وسلې ورکړي

سوریا

امریکایي چارواکو ویلي دي چې جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ به د کردانو د واي پي جي ډلې ته د اسلامي دولت د ډلې نه د رقا د سیمې د بیرته نیولو لپاره وسلې ورکوي لیکن ترکیه په دی سخت اعتراضونه لري.

ترکیه د وایي پي جي ډله ترهگره ډله بولي او وایي چې هغوي په ترکیې حملې کوي

تر اوسه پورې د ترکیې جمهوررئیس طیب اردوغان په دی هکله څه ندي ویلي. ښاغلی اردوغان به د روانې میاشتې په اخیره کې د ټرمپ سره ملاقات کوي.

پنټاگان د خپلې پریکړې په دفاع کې وویل "دا ډیره ضروري ده چې د اسلامي دولت د ډلې نه د رقا سیمه بیرته ونیول شي ځکه چې د اسلامي دولت ډله هم د دغې سیمې نه په غرب د حملو پلانونه جوړوي."

د پنټاگان ویاندې ډانا وایټ زیاته کړه "مونږه د خپل متحد ملک ترکیې په اندیښنو ښه خبر یو چې د امنیت په برخه کې یې لري. مونږ غواړو چې د ترکیې حکومت او خلکو ته دا ډاډ ورکړو چې که د دغې پریکړې نه کوم خطرونه پیدا شي نو مونږ به یې مخه بنده کړو او په ناټو کې خپل متحد ملک به خوندي ساتو ."

یو امریکایي چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط رویټرز ته وویل چې په دی کې به سپکې او درنې وسلې شاملي وي.

ترکیه د ډیرې مودې راهیسې وایي چې امریکا ته پکار ده چې د رقا د نیولو لپاره د کردانو د واي پي جي ډلې د ملاتړ په ځایي د سوریې د حکومت د یاغیانو سره مرسته وکړي. دغه سوریایي یاغیان چې د بشار اسد مخالفین دي، د ترکیې حکومت د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د یوې کال په مودې کې روزلي دي. خو امریکا وایي چې د ترکیې په ملاتړ دغه جنگیالي سم ندي روزل شوي.