ټرمپ به د ایران په اړه د امنیتي شورا د غونډې مشرې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سپتمبر په میاشت کې د ایران په اړه د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د غونډې مشرې وکړي.

ملگرو ملتونو ته د امریکا سفیرې نیکې هیلي د سه شنبې په ورځ وویل چې د ایران په اړه دغه غونډه به په نیویارک کې وشي. په ملگرو ملتونو کې د ایران سفیر پدې اړه لا څه تبصره نده کړې.

امریکا پداسې حال کې د ایران په اړه د امنیت د شورا د غونډې مشري په لاس کې لري چې په دغه ملک د اتومي پروگرام له کبله اقتصادي بندیزونه لگول شوې دي.

اغلې نیکي هیلي پرله پسې په ایران په سوریې او یمن کې د مداخلې تورونه لگولې دي.

د امنیت په شورا کې سفیران وایي چې ایران د ٢٦ سپتمر په دغې غونډې کې د وینا خواست کولی شي. د یادونې وړ ده چې د ایران د روحاني مشر حسن روحاني به د سپتمیر په ٢٥ اسمبلۍ ته وینا کوي.