ټرمپ نن د افغانستان لپاره تګلاره اعلانوي

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړیده چې وایي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې ماسختن د افغانستان او سیمې په هکله تگلاره اعلان کړي.

سپینې ماڼۍ په دې باره کې نور معلومات نه دي ورکړي خو تیره اونۍ په کیمپ ډیوډ کې د افغانستان په هکله په یوې غونډې کې چې د ولسمشر ټرمپ په شمول لوړپوړو پوځي او حکومتي چارواکو پکې گډون وکړ، په ټولو امکاناتو خبرې وشوې.

د اې پي خبري اژانس لیکي چې په داسې وخت کې چې د امریکا پوځ توقع لري په افغانستان کې به د امریکا پوځي ماموریت دوام وکړي، د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکایي قواوو قوماندان د افغانستان د قواوو د عملیاتو لپاره د یوې خاصې قطعی جوړولو ته هرکلی وویل او زیاته یې کړه "مونږ ستاسو سره یو او په راتلونکې کی به هم یو."

د جنرال جان نیکولسن لخوا افغان قواوو ته د دغو څرگندونو نه داسې ښکاري چې کیدی شي پنټاگان ټرمپ په دې قانع کړی وي چې امریکا په راتلونکې کې د ترهگرو د خطر د مخنېوي لپاره باید په افغانستان کې پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې د یکشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس ويلی و چې د افغانستان د جګړې د تګلارې د تنظیمولو د چارو راضي دی خو د نوي پالیسۍ د تفصیل د ورکولو نه یې ډډه کړي وه.

د امریکا ولسمشر د خپلې ولسمشرۍ د دورې نه ٧ میاشتې وروسته د افغانستان د پالیسۍ په هکله خپله پریکړه کړیده او د دوشنبې په ورځ به یې اعلان کړي.

تر اوسه لا دا نده معلومه چې دغه پریکړه به څه ډول وي خو د امریکا حکومت، د حکومت سیاسي مخالفینو او په مطبوعاتو کې د افغانستان په هکله تاودنه بحثونه شویدي.

داسې ویل کیږي چې د افغانستان په هکله ډیر انتخابونه موجود دي چې پکې د افغانستان نه د امریکایي قواو بشپړه وتل، د قواو زیاتول او یا هم د افغانستان د جگړې خصوصي کول په وړاندیزونو کې شامل دي.

ولسمشر ټرمپ د افغانستان په هکله د پالیسۍ په ټاکلو کې زیات وخت ځکه ونیوه چې ویل یې غواړي په دی مطمین شي چې امریکایي عسکر شپاړس کاله وروسته هم ولې په افغانستان کې دي.

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي قواوو قوماندان د جنرال نیکولسن په رول هم سختې نیوکې کړی وی او ویلې یې و چې پکار ده هغه د دندې گوښه شي.