عبدالله: د ټرمپ ټویټ په مذاکراتو کې طالبان برلاسي کوي

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، ویلي دي چې د روان کال تر پایه له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د ایستلو په اړوند د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ وروستی ټویټ په مذاکراتو کې طالبان برلاسي کوي.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ماښام اکتوبر اوومه (تلې ۱۶) په یو ټویټري پیغام کې ولیکل: "باید زمونږ کم شمیر زړور نارینه او ښځې چې په افغانستان کې په خدمت بوخت دي تر کرسمس [د مسیح د میلاد اختر] پورې بیرته کور ته راشي."

د ښاغلي ټرمپ له ټویټ څخه څو ساعته مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال تر لومړیو پورې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ ته راښکته کړای شي.

ښاغلي عبدالله د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې د امریکایي مقاماتو دغو څرګندونو ته په اشارې وویل: "هیچا وضاحت ندی ورکړی. طالبان چې فکر کوي د امریکایي ځواکونو په وتلو سره کولای شي په زور واک ونیسي...کیدای شي دغه ته [د ټرمپ ټویټ] په ځپله ګټه وګوري."

د طالبانو ډلې د ښاغلي ټرمپ له ټویټ نه لږ وروسته پدې بیان سره چې د بهرنیو ځواکونو وتل د دوحې د "موافقې په پلي کیدو کې مثبت ګام" دی، د امریکا د جمهور رئیس له دغه دریځ څخه تود هرکلی وکړ.

د امریکا-طالبانو د موافقې له مخې باید له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱ کال تر مۍ میاشتې پورې ووځي، خو امریکایي پوځي مقاماتو تل ټینګار کړی دی چې د پوځیانو بشپړه وتل په شرایطو او همداشان ژمنو ته د طالبانو په وفادارۍ پورې اړه لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي، تازه ویلي چې د افغانستان نه په بشپړه توګه د امریکایي سرتیرو د ایستلو په هکله هر ډول تصمیم باید د افغانستان د داخلي شرایطو له مخې اوسي او په وینا یې هڅه کیږي د افغانستان جګړه "مسوولانه او په ډیر احتیاط " ختمه شي.

د امریکا دغه لوړپوړي پوځي مقام ویلي چې په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو شمیر تر راتلونکې میلادي میاشتې پورې ۴۵۰۰ سرتیرو ته راټیټ کیږي، خو زیاته یې کړه چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ تر اوسه د نورو امریکایي ځواکونو د کمولو په اړه وروستۍ تصمیم ندی نیولی.

د دوحې له موافقې وروسته طالبانو په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو برید ندی کړی، خو امریکایي پوځیانو څو ورځې مخکې په هلمند کې پر افغانستان ځواکونو باندې د طالبانو د بریدونو په غبرګون ددغې ډلې د جنګیالیو پر مرچلو باندې هوایي بریدونه کړي دي.

ددې سره جوخت بهرنیو دپلوماتانو او مقاماتو خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي زیاتیدل د افغانستان د سولې بهیر ته زیان رسوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۴) په څو پرله پسې ټویټري پیغامونو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتیدو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا وضعیت افغانانو او د هغوي نړیوالو او سیمه ییزو ملاتړو ته یو خبرداری دی.