ټرمپ غواړي ایران مذاکرات وکړي خو د جنگ امکان هم نه ردوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې د ایران په مشرانو غږ وکړ چې د هغه سره دې خبرو ته کیني خو د دواړو ملکونو ترمنځ یې د جنگ امکان هم رد نه کړ.

ولسمشر ټرمپ د ایران د مشرانو نه وغوښتل چې د خپل هیواد د اتومي وسلو په سر دې ورسره خبرې وکړي. ټرمپ دا هم وویل چې د دواړو ملکونو ترمنځ تشنج ته په کتلو سره د جنگ امکان هم نه ردوي.

ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "زمونږ سره داسې معلومات شته چې هغه ستاسو سره نه شته. هغه د خطر نه ډک و. مونږ د دې ملک لپاره پیاوړي امنیت ته ضرورت لرو او داسې نورو ځایونه لپاره هم."

کله چې د ولسمشر ټرمپ نه دا وپوښتل شوه چې په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د شتون له وجې د جنگ خطر خو نشته، ټرمپ وویل: "زما په فکر دا تاسو هر وخت ویلی شئ. زه نا نه ویل غواړم. خو هیله لرم چې داسې به و نه شي."

د ایران او امریکا اړیکې د هغه وخت وروسته خرابې شویدي چې ولسمشر ټرمپ د ایران سره د پخواني ولسمشر اوباما د وخت د اتومي وسلو د تړون نه ووت او په ایران یې تور ولگاوه چې ایران د دغه تړون شرایطو ته درناوې نه کاوه.