د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ وایي متحده ایالات به د ایران سره د مذاکراتو په مقصد پر هغه هیواد باندې لگیدلي بندیزونه لرې نکړي.
جمهور رئیس ټرمپ دغه خبره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د څرگندونو په غبرگون کې کړي ده چې د جرمني د شپیگل مجلې سره یې په مرکه کې کړي دي.
ښاغلی ټرمپ په یو ټویټري پیغام کې لیکلي: "د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي ایران غواړي د امریکا د متحده ایالاتو سره مذاکرات وکړي، خو غواړي چې بندیزونه لرې شي. نه مننه!"
وزیر امور خارجه ایران می گوید ایران خواستار مذاکره با ایالات متحده است اما می خواهد که تحریم ها برداشته شود. @FoxNews @OANN نه، مرسی! https://t.co/fWdjR1DcUc
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 26, 2020
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا په خپل ټویټر کې د شپیگل مجلې سره د جمعې د ورځې د مرکې یوه برخه راخیستې چې وایي: "ایران اوس هم د امریکا سره خبرو ته تیار دی خو که بندیزونه لرې کړل شي."
ښاغلي ظریف دا هم لیکلي دي چې: "غوره به دا وي چې دونالد ټرمپ د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په اړه تبصرې او پرېکړه د حقاقو په اساس وکړې، نه د فاکس نیوز په سرلیکونو او یا هم په خپلو فارسي ژباړونکو ."
د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ هغه وخت زور واخیست چې د جنورۍ په دریمه یې د ایران سپاه پاسداران د قدس ځواکو قوماندان قاسم سلیماني په یو هوایي برید کې وواژه او بیا ایران په بغداد کې د امریکایي ځواکونو پر اډه بالستیک میزایل وتوغول.
د ایران او امریکا اړیکې وروسته له هغې خړې پړې شوې چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په ٢٠١٨ کال کې د ایران او لودیځو ځواکونو ترمنځ د اټومي ټرون څخه د امریکا وتل اعلان کړل.