ټرمپ: د واکسین په شتون او نشتون کې محدودیتونه لري کوو

جمهور رئیس ټرمپ په امریکا کې د لګیدلو محدودیتونو د لري کیدو پلوي دی

په داسې حال کې چې سپینې ماڼۍ د واکسین د جوړیدو او د طبي امکاناتو له پلوه د طبي زیرمو د ډکیدو هڅې ډیرې کړي، ټرمپ له ایالتونو غوښتي چې کار و بار بیرته پیل کړي.

که څه هم جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د روان میلادي کال تر پایه د کرونا ویروس لپاره د واکسین د جوړیدو په هدف د تازه هڅو د پیل خبر ورکړی دی خو هغه ویلي که واکسین وي او که نه اقتصادي فعالیتونه به بیرته پیل شي.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ غواړي چې د ۲۰۲۱ کال تر جنوري میاشتې پورې د کرونا ویروس په سل هاوو میلیونه دوزه واکسینونه ولري.

بلخوا د صحت د برخې اکثریت کارپوهان د ټرمپ زماني جدول تر توقعاتو لوړ بولي او وايي واکسین ممکن صحي کارمندانو او ډیر عمره کسانو په شان خلکو لپاره چې لوړ خطر سره مخ دي جوړ شي.

د امریکا حکومت په پام کې لري چې په امریکا کې ددغو طبي وسایلو تولید پراخ کړي څو پر بهرنیو کمپینو اتکا کمه او دندې رامنځ ته شي.

کرونا ویروس تر اوسه په امریکا کې څه باندې اته اتیا زره و پنځه سوه کسان وژلي او څه کم یو میلیون او پنځه سوه زره نور په ویروس ککړ شوي دي.