وینزویلا کې "خطرناکه ګډوډي" او د امریکا پوځي خبرداری

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینزویلا کې حالت "خطرناکه ګډوډي" بللې ده او په هغه هېواد کې یې د پوځې مداخلې ګواښ کړی دی.

ټرمپ د جمعې په ورځ [اګست ۱۱] د امریکا په نیوجرسي ایالت کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال د وینزویلا او شمالي کوریا د حالاتو سربیره، پر ګڼو مسایلو معلومات ورکړل.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د وینزویلا پر ضد پوځي انتخاب تر غور لاندې دی. "د وینزویلا لپاره ګڼ انتخابونه لرو. ضمناً زه د وینزویلا لپاره پوځي انتخاب نه ردوم."

ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې دغه څرګندونې کړي دي چې دوه ورځې مخکې امریکا پر وینزویلا نوي بندیزونه ولګول.

سپینه ماڼۍ منلي چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادرو له ولسمشر ټرمپ سره د تیلفوني مکالمې غوښتنه کړې وه. ویل شوي چې ولسمشر ټرمپ به په وینزویلا کې د دیموکراسۍ د بیرته ګرځېدو په صورت کې له خپل وینزویلايي سیال سره خبرې وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت، پنټاګون ویلي چې پوځیان یې د امریکایانو او په بهر کې ددغه هېواد د ګټو د خوندي ساتلو لپاره چمتو دي. په ورته وخت کې یوه جګپوري امریکايي چارواکي د خپل نوم د نه افشا کېدو په صورت کې د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې پنټاګون پر وینزویلا د پوځي اقدام په اړه معلومات نه لري.

د جمعې ورځې په ماښام د وینزویلا د دفاع وزیر ویلادمیر پادرینو د امریکا د ولسمشر څرګندونې د "لیونتوب یو عمل" وباله.