ټرمپ د امریکا د دفاعي بودیجې طرحه ویتو کړه

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو د دفاعي لګښتونو د بودیجې طرحه چې د امریکا په کانګرس کې د دواړو ګوندونو وکیلانو تصویب کړې وه، رد کړه او هغه یې چین او روسیې ته "تحفه" وګڼله.

د امریکا د متحده ایالاتو ۷۴۰ میلیارد ډالري دفاعي بودیجه د ۲۰۲۱کال لپاره د ځواکونو له سطحې نیولې تر تسلیحاتي سیستمونو، د پرسونل چارې او د متحده ایالاتو د پوځ د منسوبینو د حقوقو درې فیصده زیاتوالی په کې شامل دی.

د امریکا د استازو د مجلس رئیسې ننسيپلوسي د جمهور رئیس دغه اقدام یو "بې پروا او ګنګس کوونکي اقدام" ګڼلی دی چې په وینا یې امریکایي پوځیانو ته "تاوان"رسوي.

میرمن پلوسي د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې "ټرمپ د خپل جمهوري ریاست د وروستیو ساعتونو څخه د ګډوډۍ د نندارې لپاره ګټه اخلي"او په هغو حقوقو او امتیازونو چې برحاله او پخواني امریکایي پوځیان یې مستحق دي، سترګې پټوي.

جمهور رئیس ټرمپ ګواښ کړی و چې که په دفاعي بودجه کې د ارتباطاتو د قانون ۲۳۰ماده لغو نشي هغه به یې ویتو کړي. د قانون دغه ماده د ټولنیزو شبکو شرکتونو ته الزامي محافظت ورکوي.

د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو د کمیټې رئیس جیمز انهوف، چې د ښاغلي ټرمپ په څیر د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی د دفاعي بودجې نه د ملاتړ په ترڅ کې ویلي دي چې د ۲۳۰مادې د لغو کولو بحث باید جلا وڅیړل شي.

ښاغلي ټرمپ همداشان د متحده ایالاتو یو شمیر پوځي تاسیساتو د نوم په بدلیدو هم اعتراض کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو یو شمیر پوځي تاسیسات د هغو شخصیتونو په نوم یادیږي چې د امریکا د متحده ایالاتو په کورنیو جګړو کې ښکیل وو او په تیرو څو کلونو کې د هغوی د کړنو سره مخالفتونه رامنځ ته شوي دي.

په غبرګون کې ننسي پلوسي ویلي دي چې د پوځي تاسیساتو او زیربناو د نوم د بدلیدو له طرحې سره د ښاغلي ټرمپ مخالفت د "هیواد د ارزښتونو"خلاف دی، پداسې حال کې چې د هغې په وینا "د استازو د مجلس او د سنا اکثریت دموکرات او جمهوري غوښتونکي، پوځیان او لوړپوړي پوځي مشران او د امریکا خلک"د نوم د بدلیدو له طرحې څخه ملاتړ کوي.

ښاغلی ټرمپ همداشان شکایت لري چې د دفاعي بودجې نوې طرحه د اعلی سر قوماندان په توګه د جمهور رئیس صلاحیت کمزوری کوي. ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې "دغه مصوبه د افغانستان، جرمني او جنوبي کوریا څخه د ځواکونو د ایستلو په اړه د جمهور رئیس واک محدودوي. دغه پالیسي نه یواځې بده ده بلکه غیرقانوني هم ده."

پدې ترڅ کې د سنا مجلس د اکثریت جمهوري غوښتونکي مچ مک کانل په ګډون زیات شمیر جمهوري غوښتونکو وکیلانو د ښاغلي ټرمپ نه غوښتي تر څو د بودجې دغه طرحه چې د سنا او استازو مجلس د اکثریت رایو په اساس تصویب شوې لاس لیک او په قانون واړوي.