د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د دوشنبې په ورځ، نومبر ۲۵مه (لیندۍ ۵مه) وویل، په پام کې لري چې متحدو ایالتونو ته د ناقانونه کډوالۍ او نشهيي توکو د سوداګرۍ د مخنیوي په موخه، د مکسیکو او کاناډا څخه پر ټولو وارداتي توکو ۲۵ سلنه او د چین پر وارداتي توکو ۱۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګوي.
ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ [تروت] کې دا خبره خپره کړې ده. هغه ژمنه وکړه چې متحده ایالاتو ته پر ټولو وارداتي توکو د لوړو ګمرکي تعرفو په وضع کولو سره به د دې هېواد لوی سوداګریز شریکان تر فشار لاندې راولي.
ټرمپ په یوه پیغام کې وویل: "د جنورۍ په شلمه نېټه، د خپلو لومړیو اجرائیوي فرمانونو په لړ کې به ټول اړین اسناد لاسلیک کړم چې د مکسیکو او کاناډا څخه متحده ایالاتو ته پر ټولو وارداتي توکو ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه ولګول شي."
ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۲۰ د متحده ایالاتو د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړي او له هغې وروسته په رسمي توګه د خپلې دویمې دورې د ولسمشرۍ کار پیل کړي.
ټرمپ همدارنګه په یو بل جلا پیغام کې ویلي: "د فنتانیل په نوم د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې د چین د ناکامۍ له امله به په هغو ټولو چینايي محصولاتو ۱۰ سلنه اضافي تعرفه ولګول شي چې له چین څخه متحده ایالاتو ته واردېږي."
ګمرکي تعرفې د ټرمپ د اقتصادي تګلارې مهمه برخه بلل کېږي. نوموړي د ولسمشرۍ ټاکنو څخه مخکې ژمنه کړې وه چې د خپلو متحدینو او مخالفینو پر وړاندې پراخې ګمرکي تعرفې وضع کړي.
په ورته وخت کې، ځینې اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه تعرفې به اقتصادي پرمختګ زیانمن او د انفلاسیون کچه لوړه کړي.
دغه کارپوهان استدلال کوي چې واردوونکي، چې دغه توکي متحده ایالاتو ته راوړي، د تعرفو لګښتونه به ادا کړي، خو په پای کې به دا اضافي لګښتونه د خلکو له جیبونو څخه واخیستل شي.
خو ټرمپ ته ځینې نږدې کسان په دې اند دي، چې دغه تعرفې د سوداګریزو مذاکراتو (چنې وهلو) لپاره اغېزناکې وسیلې دي. هغوی استدلال کوي چې متحده ایالات د دې تعرفو په وسیله په خپلو سوداګریزو شریکانو فشار واردولی شي، چې ښه سوداګریز شرایط ومني او تولیدي کاروبارونه له بهرنیو هېوادونو څخه بېرته امریکا ته راستانه کړي.
ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ سوداګریزې اړیکې د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د یو بل پر وارداتو د تعرفو د لګولو امله هم ترینګلې شوې وې.
ټرمپ همدارنګه له متحده ایالاتو سره نړیواله سوداګري غیرعادلانه ګڼلې ده. هغه په خپل لومړي دور کې نه یوازې د چین په محصولاتو بلکې د کاناډا، مکسیکو او اروپایي اتحادیې د فولادو او المونیمو په وارداتو هم ګمرکي مالیات وضع کړي وو.