د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد یې هر کال په افغانستان کې ۵۰میلیارډه ډالر مصرفوي او زیاته کړې ده چې دغه جګړه باید پای ته ورسېږي.
ښاغلي ټرمپ تېره ورځ د«سلواغې پر۱۲مه» پر خپل ټوېټر لیکلي چې په افغانستان کې روانه جګړه او مصرفونه باید پای ته ورسېږي.
"ماته په سوریه او افغانستان کې د نه ختمېدونکو جګړو نامحدوده لګښتونو او وژنو زیاته ګډوډي په میراث پاته شوې ده، ما د خپل کمپاین پر مهال په قوت سره وویل چې دا جګړې باید پای ته ورسېږي، موږ هر کال په افغانستان کې ۵۰ میلیارډ ډالر لګوو او هغوی مو سخت ځپلي چې اوس موږ د سولې په اړه خبرې کوو."
I inherited a total mess in Syria and Afghanistan, the “Endless Wars” of unlimited spending and death. During my campaign I said, very strongly, that these wars must finally end. We spend $50 Billion a year in Afghanistan and have hit them so hard that we are now talking peace...
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) February 1, 2019
ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې تېره اونۍ نیوریاک ټایمز ورځپاڼې راپور ور کړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډونالډ ټرمپ ته په یو لیک کې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو لپاره د دغو ځواکونو د مصرف د کمېدو وړاندیز کړی و.
دغه ورځپاڼې ویلي و چې د افغان ولسمشر په لیک کې د وړاندیزونو له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لګښت په کال کې دوه میلیارده ډالره کمېدی شي او د ځواکونو شمیر تر درې زرو ټیټیدی شي.
تېره میاشت امریکايي پلاوي او طالبانو په قطر کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو او یو لړ نورو اړوند مسايلو شپږ ورځې خبر وکړې او ښاغلي خلیلزاد تر هغه وروسته وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو په اصولو کې موافقه کړې ده.
ښاغلي ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ هم ویلي و چې له طالبانو سره د سولې خبرې په ښه ډول پر مخ روانې دي او د افغانستان خلک د دغه نه ختمېدونکې جګړې پای غواړي.
نوموړي تېره ورځ هم په سپینې ماڼۍ کې ویلي و که طالبانو سره خبرو ته ورسیږي له افغانستان څخه به خپل عسکر وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر له «سياین این» ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي که امریکایي پوځیان ژر له افغانستان څخه ووځي، شخړې به زیاتې شي.
محمد عمر داوودزي ویلي که امریکایي ځواکونه د مهالوېش له مخې ونه وځي، یوه تشه به رامنځته شي چې پرته له شکه به د وینو بهېدل ورسره زیات شي.